جمعه, فبروري 6, 2026
Home+افغان لوبډله څنګه پياوړې ساتل کيدای شي؟

افغان لوبډله څنګه پياوړې ساتل کيدای شي؟

شننه: محمدالله شېرزی
افغان کريکټ ملي لوبډلې په اتلانو جام کې خپل سفر پای ته ورساوه، چې په خپل ګروپ کې يې د يوې لوبې په ګټلو، يوې مساوي کولو او يوې بايللو سره درېيم مقام او سياليو کې پنځم مقام خپل کړ، چې شاوخوا ۶ لکه ډالر يې ترلاسه کړل.
په لوبډله کې يو شمېر لوبغاړي خاص ولوبيدل لکه ابراهيم او عظمت او ځېنې بيا هم په لوبډله بوج وو.
لوبډله به له دې وروسته آسيا جام د کال اخر کې کوي او هم ستر اېونټونه لري، چې د کريکټ مبصرينو په خوله ده او د غښتلتيا دپاره بورډ که لاندې کړنې ترسره کړي، نو موږ به یقیني غښتلي لوبډله لرلې وي:
– له ټولو مهم د يوه يا څو نړيوالو لوبغالو رغول دي، چې لوبغاړي د شپې لوبو او نړيوال کريکټ سره بلد شي.
د کابل لوبغالي سناریو د ماشومانو کيسې دي، ولې د خوست، ننګرهار، کندهار لوبغالي نه معياري کيږي، چې همدې يو ځای ته کالونه صبر کيږي؟
– د لوبډلې سره يوه ډله روزونکي بايد د هېواد په داخل کې د نويو لوبغاړو روزنه کې وګمارل شي او يواځې لوبلړيو باندې زرګونه ډالر وانخلي.
– فارمټونو ته بايد لوبغاړي مشخص شي او يوه لوبغاړي ته د څو فارمټونو لوبیدو پرځای، څو لوبغاړي ولوبول شي، چې زړه ماتي او ضايع نه وي.
– د هر مشهور لوبغاړي بديل بايد لوبډله کې وي، چې موږ يې اوس نلرو، سره د دې چې اوس تر ټولو غښتلي لوبډله لرو، خو په وخت سره که بديل وړاندې نشي، ژر لوبډله ځای نشي نېولی.
– په لوبلړيو بايد ډېر تمرکز وشي او فرض نه ده، چې همدا لوبغاړي دې د هرې لوبلړۍ برخه وي، بايد ځينې تقاعد واخلي او له نوي نسل وشرميږي، نه داچې د ورور او ځوی سره لوبول غواړي او ښه بديلونه وازمايل شي.
– بورډ بايد په لوبغاړو کنټرول ترلاسه کړي، ليګونو کې لوبيدل يې محدود کړي، نه داسې چې چمپينز ټرافۍ ته يې دوه ورځې مخکې لوبډله سره يوځای کړه.
– حشمت د لوبډلې دپاره ښه ولوبيد او نور بس ده، په لوبډلمشرۍ، توپ وهنه او ډګر ساتنه کې په لوبډله بوج دی او ابراهيم يا راشد غوره بديلونه دي.
– لوبډلمشر او روزونکي ډلې باندې دې فشار راوړل شي، چې د خدای روی ته وګورئ، تېز توپ اچوونکي وکاروی او ورسره ظلم پريږدی، يواځې ورو توپ اچونه مو اټوم بم ګرځولې او فاست بالران مو په کورونو زاړه کړل.
– د لویو لوبډلو تر خوا دې دويمه درجه لوبډلې هم د لوبلړيو برخه شي، لکه سکاټلینډ، نېډرلېنډ، نميبيا، امارات… چې دې سره موږ هم د لوبغاړو ازمایښت کولی شو او هم د لوبډلمشر.
– بورډ دې تخنيکي برخه باندې لا تمرکز زيات کړي، لکه د داخلي لوبو معيار لوړول، لوبغاړو ته قراردادونه ورکول او رسنيز کول، د لوبغاړو څخه تبصره کوونکي جوړول، روزونکي او لوبڅاران غښتلي کول، د ګراونډ سټاپ مسلکي کول…
پورتني ټکي د مسلکي کريکټ برخه ده او که عملي شي، د لوبډلې روان وضعیت برقرار ساتلی شي، کنه کم وخت کې به د ښو لوبغاړو له کمښت سره مخ وو او د سريلانکا، پاکستان، ټېسټ انډيز… لوبډلو غوندې به مو برخليک خراب او مزل بې خونده وي.

1 COMMENT

  1. ډیره غیر مسکلي او سطحي شننه ده. شننه په خپل ځان کی فاحش تضادونه لري، لکه یو اول کی وايي « نو موږ به یقیني غښتلي لوبډله لرلې وي» خو بیا وروسته فرمایي «سره د دې چې اوس تر ټولو غښتلي لوبډله لرو، خو په وخت سره که بديل وړاندې نشي، ژر لوبډله ځای نشي نېولی.».
    د کرکټ ملي اتلانو ته د شرم پیغور ورکول د بی ادبۍ او نامسولیت او خردماغۍ انتها ده، هری خبری کولو څخه باید وتلل شي چی څه وایم او دا د لوبغاړو او ویونکو په روان څه تاثیر کوي «بايد ځينې تقاعد واخلي او له نوي نسل وشرميږي، نه داچې د ورور او ځوی سره لوبول غواړي او ښه بديلونه وازمايل شي»
    وايی بورډ باید په لوبغاړو کنټرول تر لاسه کړي یعني اوس یی پری کنټرول نشته ؟ ستاسو سوچ تل همدادی چی هرسړي د خپل طبیعت تر کچی تر کنټرول لاندی راولی که څه هم بد عواقب لري. د بورډ او لوبغاړو تر منځ د توازن او یو بل ته د احترام او خپلمنځی تفاهم لاره باید وازه وي، نه دا چی یو شی دی په بل کنټرول تر لاسه کړي. بورډ خپله دننه ډير مسایل لري او هیڅوک نشي تضمین کولی چی د بورډ سخت کنټرول به زموږ خیالي پلاوونه او هدفونه په واقعیت بدل کړي.
    نوری دی هم ډیری اپلتی لیکلی دي خو وخت نشته چی درویلیکم، د تاند نه هیله لرو چی هر اما و کما دلته خپاره نکړي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

افغانستان هم پروین لري!

نقیب احمد قریشي که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...