شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني د طالبانو له لوري د اوربند هرکلی وکړ او متقابل...

ولسمشر غني د طالبانو له لوري د اوربند هرکلی وکړ او متقابل اوربند یې اعلان کړ

تاند (شنبه، د ثور۳) د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د طالبانو له لوري د اختر په درو ورځو کې د اوربند د اعلان هرکلی وکړ.

وروسته له دې چې طالبانو اعلان وکړ چې د کوچني اختر په درو ورځو کې به اوربند وکړي، ولسمشر غني پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل«زه د طالبانو له لوري د اوربند د اعلان هرکلی کوم. د افغانستان حکومت د سولې لپاره خپلې هڅې پراخوي. د اعلي سرقوماندان په توګه ما د افغانستان ملي دفاعي ځواکونو ته لارښوونه کړې چې درې ورځینی اوربند رعایت کړي او یوازې د حملو دفاع وکړي. نور جزییات به سبا سهار په خپله وینا کې وړاندې کړم.»

وسله والو طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي « د دې لپاره چې هیوادوال د اختر مراسم په اطمینان سره ترسره کړي، د اسلامي امارت ټولو مجاهدینو ته د مشرتابه لخوا لارښوونه کیږي چې د کوچني اختر په دریو ورځو کي د هیوادوالو د امنیت لپاره خاص تدابیر ونیسئ او په هيڅ ځای کې په دښمن باندې تعرضي عملیات مه ترسره کوئ؛ البته که د دښمن لخوا کوم ځای برید کیده بیا دي کلکه دفاع وکړئ.»

له بلې خوا د افغانستان د مصالحتي شورا ريیس عبدالله عبدالله هم د طالبانو له لوري د اختر په درو ورځو کې د اوربند د اعلان هرکلی وکړ او هغه یې په هیواد کې د سولې د ټینګښت لور ته مثبت ګام وباله.

عبدالله عبدالله د افغانستان له ولسمشر څخه غوښتي چې د کمکي اختر په شپو- ورځو کې د افغانستان د حکومت له لوري په ورته اقدام کې اوربند اعلان کړي چې افغانان له کلونو وروسته له کورونا وایرس سره د مبارزې په دغو سختو ورځو کې بې جنګ او نارامیو له خپلو کورنیو او دوستانو سره په امن کې اختر تېر کړي.

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت هم د افغانستان د حکومت او طالبانو له لوري د اختر په ورځو کې د اوربند د اعلان هرکلی وکړ.

دې ځواک پرخپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د اختر په مناسبت د دواړو خواوو د اوربند ملاتړ کوي.

د طالبانو دا اوربند له پخواني هغه سره دا توپیر لري چې خپل کسان یې د حکومت تر کنټرول لاندې ساحو ته له تګه منع کړي او دغه راز حکومتي کسان خپلو سیمو ته نه پرېږدي. تېر ځل د طالبانو لسګونه زره کسان د حکومت تر کنټرول لاندې ساحو ته ننوتل او له امنیتي ځواکونو سره یې نه یوازې روغبر وکړ بلکې سیلفي عکسونه  یې هم واخیستل.

حکومت وايي چې تېر ځل سلګونه طالبان بېرته د جګړې میدان ته نه لاړل. ښايي دا ځل طالبانو په همدې خاطر چې جنګي کسان یې له جګړې لاس وانخلي، هغوی د حکومت تر کنټرول لاندې سیمو ته له تلو منع کړي دي.

د فبرورۍ په ۲۹ د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې له موافقې وروسته تمه وه چې په افغانستان کې به تشدد کم شي خو راپورونه ښيي چې له هغې نېټې راوروسته تاوتریخوالی لا زیات شوی دی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویندوی جاوید فیصل د شنبې په ورځ وویل چې د روژې په میاشت کې وسله والو طالبانو لږترلږه ۱۴۶ ملکیان وژلي او ۴۳۰ نور ژوبل کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب