پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهطالبانو د کوچني اختر درې ورځې اوربند اعلان کړ

طالبانو د کوچني اختر درې ورځې اوربند اعلان کړ

تاند، شنبه، د جوزا ۳ مه: د طالبانو د کوچني احتر په مناسبت د دریو ورځو لپاره یو وار بیا اوربند اعلان کړ.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تاند ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي، د دې لپاره چې هیوادوال د اختر مراسم په اطمینان سره ترسره کړي، نو خپلو ټولو وسله والو ته یې د مشرتابه لخوا لارښوونه شوې چې د کوچني اختر په دریو ورځو کي د هیواد والو د امنیت لپاره خاص تدابیر ونیسي او په هيڅ ځای کې پر دښمن باندې تعرضي عملیات تر سره نه کړي

مجاهد ویلي، په هغه صورت کې که د دښمن لخوا کوم ځای برید کیده دوی به یې په کلکه دفاع وکړي.

نوموړي ویلي دا ځل طالب وسله والو ته امر شوی چې هيڅوک د حکومت تر کنترول لاندې ساحو ته د تګ اجازه نه لري او نه مقابل لوري ته اجازه ورکوي چې د طالبانو سیمو ته ورشي.

طالبانو تر دې وړاندې هم درې کاله پخوا په کوچني اختر کې درې ورځې اوربند کړی و.

خو د طالبانو دا اوربند له پخواني هغه سره دا توپیر لري چې خپل کسان یې د حکومت تر کنټرول لاندې ساحو ته له تګه منع کړي او دغه راز حکومتي کسان خپلو سیمو ته نه پرېږدي. تېر ځل د طالبانو لسګونه زره کسان د حکومت تر کنټرول لاندې ساحو ته ننوتل او له امنیتي ځواکونو سره یې نه یوازې روغبر وکړ بلکې سیلفي عکسونه  یې هم واخیستل.

حکومت وايي چې تېر ځل سلګونه طالبان بېرته د جګړې میدان ته نه لاړل. ښايي دا ځل طالبانو په همدې خاطر چې جنګي کسان یې له جګړې لاس وانخلي، هغوی د حکومت تر کنټرول لاندې سیمو ته له تلو منع کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب