جمعه, مارچ 29, 2024
Homeجنرال وزیريامریکا باید په افغانستان کې دغه مسایل عملي کولای

امریکا باید په افغانستان کې دغه مسایل عملي کولای

لیکوال: جنرال دولت وزیري

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره سې شنه (د مې میاشتې پر ۱۹مه) وویل چې دوی له 2001 کال را وروسته د طالبانو پر ضد د ګټلو له پاره جګړه نه ده کړي، دی رښتیا وايې!

زه غواړم لنډه تبصره پرې وکړم:

لومړی – له 2001 کال را وروسته هغه څه چې د ګټلو له پاره اړين وو دوی ونه کړل، د بېلګې په توګه:

دوی هغه طالبان چې غوښتل يې له طالبانو سره لاړ نه شي، د دې پر ځای چې په حکومت کې ځای ورکړي، یا ګوانتانامو یا هم بګرام زندانونو ته ولیږل.

دوی باید کابل کې د دې پر ځای چې قوي حکومت يې را منځ ته کړای وای دوی برعکس ډیر کمزوری حکومت په خپله ګټه وباله.

دوی د دې پر ځای چې جنګسالاران يې کمزوري کړاي وای نور يې هم تقویه کړل.

دوی د دې پر ځای چې اداري فساد او رشوت يې له منځه وړی وای، برعکس دوی خپله هم په فساد کې بشپړه برخه واخیسته.

دوی د دې پر ځای چې غیر مسؤول وسله وال يې بې وسلې کري وای، برعکس هغوی نور هم چاغ شول.

دوی باید د طالبانو پر ضد په سمه توګه تبلیغات کړي وای، برعکس تبلیغات ټول د طالبانو په ګټه وه.

دوی په هغه شکل چې د افغانستان شرایط يې غواړي جګړه ونه کړه، دوی دلته د ګوريلايي جګړو پر ځای کلاسیکې جګړې وکرې.

دوی د افغانستان وسله وال پوځ ته باید له لومړۍ ورځې پاملرنه کړې وای، دوی دا کار ونه کړ.

دوی د وسله والو پوځ دیر اړينو ټولګیو ته لکه هوايي، انجنیري، توپچي، کشف او استخباراتو ته ډیره وروسته حتی له 2012 کال وروسته يې په ورو ورو په جوړولو پيل وکړ.

هغه وعدې چې دوی افغان وسله والو ځواکونو سره د امنیتي مسوولیت د ورسپارلو په هکله کړی وي، عملي نه کړي.

له ټولو مهم او اړین دا وو چې دوی باید د طالبانو پر اصلي ځالو بریدونو کړي وای، د هغوی ځالې ښکاره او تر اوسه ټولې نرۍ ته معلومې دي. د کوټې شورا، پېښور شورا، میرانشاه شورا او  داسې نور…

دوی د دې پر ځای چې پر پاکستان لازم فشار راوړي برعکس دوی په میلیاردو ډالر ور سره مرسته وکړه.

خیر نورې هم ډیرې خبرې شته خو د ترمپ د خبرې د ثبوت له پاره چې وايي، دوی له 2001 کال را وروسته د جګړې د ګټلو له پاره هلې ځلې نه دي کړي فکر کوم بس به وي.

دویم – د ترمپ د خبرو مانا دا هم کیدای شي چې:

طالبانو ته ټینګ اخطار وي، چې سم شئ که نه نور به د 2001  کال په څیر د ګټلو له پاره جګړه وکړو او که بيا داسې په رښتیا امریکایان وکړي، بیا به نه د قطر کورونه وي، نه به ډالر او نه عربي کبابونه وي.

بيا نو نه پاکستان ښه ورځ لیدلای شي او نه طالبان او نه په هیواد کې جنګ سالاران او مفسدین.

مننه زما شخصي نظر دی.

د یو او بل د ملامتولو پر ځای خپل نظریات ولیکئ، چی راتلونکي ترې ګټه واخلي له غصې او او يو د بل له رټلو که ډډه وکړئ ښه به وي.

«نور نو دل تان بایسکل تان»

4 COMMENTS

  1. سلام
    دملی ګټو په خاطر حال به سره وایو شپه که تیاره هم ده مڼې په شمار دي.
    هم دولت اوهم وزیردواړه، ستا د کاواکو ااندېښنو په هکلهه وایی دبغداد به بزار کې یوه سړی په لوړ غږ نارې وهلې دالله ج دوست او دشیطان دښمن چیرته دی؟چاورته وویل سایل صاحب سوال سرچپه کړه بیا نو چا باندې غواړې لاس کېږده.له بده مر غه افغانستان ستا اودوستم ګلم جم په څېر جنرالان درلودل چې په دې عاقبت اخته شو . ویل کیږی چې ته هم خلقی وی که رښتیا نه یی نوکولای شې دغه تور به دلایلو دتاند له لورې له ولس سره شریک کړی اوزه هم خپلې تبصری په هکله بیاپه ډیره در ناوۍ معذرت وړاندی کوم نن سبا غل هم وایی چې هله مه پرېږده او دکور خاوند هم .داد ملت په ګته ده چې دباک ا وسفاک ،صادق اوخاین ، باخلاق او بد اخلاق و خورد ضابط اوجنرا ل ،اهل کار او ناکر وعالم او جاهل سره تفکیک وشی او به تیره بیا د ماشوم اسدالله او جنرال دولت توپیروشی . وایی بزک بزک نمیری که جو لغمان میرسد .

  2. سلام
    دملی ګټو په خاطر حال به سره وایو شپه که تیاره هم ده مڼې په شمار دي.
    هم دولت اوهم وزیردواړه، ستا د کاواکو ااندېښنو په هکله وایی دبغداد به بازار کې یوه سړی په لوړ غږ نارې وهلې دالله( ج )دوست او دشیطان دښمن چیرته دی؟چاورته وویل سایل صاحب سوال سرچپه کړه بیا نو چا باندې غواړې لاس کېږده.له بده مر غه افغانستان ستا اودوستم ګلم جم په څېر جنرالان درلودل چې په دې عاقبت اخته شو . ویل کیږی چې ته هم خلقی وی که رښتیا نه یی نوکولای شې دغه تور به دلایلو دتاند له لورې له ولس سره شریک کړی اوزه هم خپلې تبصری په هکله بیاپه ډیره در ناوۍ معذرت وړاندی کوم نن سبا غل هم وایی چې هله مه پرېږده او دکور خاوند هم .داد ملت په ګته ده چې دپاک ا وسفاک ،صادق اوخاین ، باخلاق او بد اخلاق و خورد ضابط اوجنرا ل ،اهل کار او ناکار ،عالم او جاهل سره تفکیک وشی او په تیره بیا د ماشوم اسدالله او جنرال دولت توپیروشی . وایی بزک بزک نمیری که جو لغمان میرسد .

  3. د قدر وړ، عزتمند او پاک جنرال دولت وزیري صاحب!

    السلام علیکم

    عزتمنده لمړی ستاسی د وظیفی پاکوالی او صداقت ته سلام او بیا ستاسی د میډیا خبرو او لیکنو ته احترام.
    عزتمنده شاید تر اوسه تاسی نه وی اوریدلی چه یو بهرنی ملک بل ملک جوړ کړی وی یا امریکا راشی او افغانستان جوړ کړی. یا په بله معنی د سپتمبر په یولسمه د امریکا په بلډینګونو یا خلکو مرګونی حملی وشوی، چه په نتیجه کی امریکا خپل دښمن افغانستان اعلان کړه. چه بلااخره امریکایی عسکر په ډیرجوش او اعظمی توان او طاقت سره افغانستان ته راننوتل، اوښه او بد یی ټول تر اور او حملو لاندی ونیول، دغه حملی دکروز توغندیو،لایزر شعاعو، بی ۵۲ الوتکو، د یورانیم او برومین وړوکوشعاع ډوله ذهرجنو بمونو او د باروتو ۱۵ ټنه بمونو څخه شروع او ترموربمونو پوری راورسیده.
    که په لنډه درته ووایم، امریکایانو په افغانستان کی د غټو اټومی او نیوترونی بمونو څخه په غیر نوره ټوله هوایی او زمینی اسلحه او انسانی اخیری زوراستعمال کړه خو نن خپله وایی چه جنګ مو ونه ګټلو.
    د ټرمپ خبری فکری متمرکزیت نلری یعنی ګډی وډی دی، کله وای ناکام کله وای کامیاب، کله وای پولیسی وظیفه د افغان عسکرو کار دی، او دا هم وای دری تریلونه مصرف مو وکړ دا پیسی د امریکا دخلکو مالیه وه، ۱۹ کاله ډیره اوږده جګړه مو وکړه، نور دې افغان حکومت پخپله امنیت ونیسی. همداسی د سی آی ای او اس بی آی هدف هم دادی چه په یو تکنیک او سیستم د افغانستان څخه خپلی قواوی وباسی تر څو نړیوالو ته کم رانشی.
    خلاصه امریکا ځمونږ ملی فوځ، پولیس، امنیت، طالب مخالف او موافق ته په یوه سترګه ګوری ځکه دهغوی نظر او ایدیا داسی ستراتیژیک هدف اوسیاست لری، چه افغانان خو پریږده حتی خپل اروپایی ملګری تری خبر نه دی.
    تاسی ته به معلومه وی کله چه په ۲۰۱۴ کی امریکایی عسکر وتل د امریکا فوځ خپله اسلحه د افغانستان دخاوری څخه وویستله او د پاکستان فوځ ته یی ورکړه. نو بیا ولی مونږ په دغه نزاکت پوه نه شولو، یا ولی مونږ د امریکا په دغه عقده خاموشه شولو، نو دا او دې ته ….. ورته مسایل دا معنی لری چه د امریکا په خبرو لارو چارو ونه غولیږو، او کوشش وکړو چه خپل ځان په خپلو پښو ودرو. مونږ باید نورد امریکا سیاست ته زیرکه او بیدار اوسو. زه په دی باوری یم چه ښاغلی اولسمشرغنی اوس د امریکا په سیاسی چالونو پوه دی. ښاغلی غنی د امریکا وزیر خارجه ته په زغرده او ډیری هوښیاری په څو ساعته کی ځواب ورکړه چه ستاسو دغه یو میلیارد ډالر مونږ ته کومه زربه نشی رسولای.
    همدا اوس امریکا په داسی یو حالت کی اخته ده چه د دری زره ملیارده قرض په لټون اخته ده، او پخوانی قرضونه یی هم نه دی ورکړی، تقریبأ ۲.۸ تریلونه همدا اوس د چین حکومت تری خپل پخوانی پورغواړی، همداسی نور هیوادونه.

    ښاغلی وزیری صاحب ستا تبصره می ولوستله خدای ج دې وکړی چه ځواب دي ترلاسه کړی وی. بیا هم وایم چه د امریکا سیاست او ستراتیژی داسی نه ده لکه تاسی محترم چه په تفصیل سره تبصره په کړی ده.
    لمړی قدم کی پاکستان هوای اوزمینی هډی او لاری ورکړی او پنځوس کلن ملګری یی هم بولی.
    جنګسالاران د امریکا سره اوږه په اوږه ودریدل لکه دوی چه دامریکا طبع وه، نه د افغانستان
    د ښو طالیبانو وژل، شړل، بګرام او ګوانتانامو ته سپارل د جنګسالار او پنجاب وظیفه وه.
    چه په دغو کارونو کی ټرمپ دپخوا څخه موافق وه، همدا اوس د عبدالله په موضوع کی د ټرمپ د بهرنیو چارو وزیر څه وکړل، همدا اوس ټرمپ، پمپیو، الیس ویلز او خلیلزاد دپاکستان سره تر ټولو ښه روابط لری.

    ښاغلی وزیری صاحب ستا لیکنی ته احترام، خو دغه اخرنی نظر دي ماته یو ډول ښکاری، لکه چه لیکلی مو دی

    (دویم – د ترمپ د خبرو مانا دا هم کیدای شي چې:)

    زه به دومره ووایم چه امریکایانو د ۱۵۰۰۰۰ عسکرو او نورو ۵۲ هیواودونو امتحان ورکړی دی، د دوی بیا راتلل اقتصاد غواړی، زور غواړی، دغه ۵۲ نور هیوادونه غواړی، هغه ارام پخوانی شرایط غواړی او داسی نور
    انشاالله دا اوسنی حکومت به ځمونږ قهرمان ځواکونه او عسکرپه خپلو پښو کلک ودروی.
    خدای دی وکړی چه په تبصره خوا بدی شوی نه یاست. دغه وه ځما شخصی نظرالبته د اوسنیوحالاتو په فکر سره .

    په درناوی

  4. الحمد لله وروڼه دقیقی تبصری لیکی او مرصوص صف،خود کفایی او پوخ واحد قیادت ډیر لازمی او اشد ضروریات د یو مؤمن ملت د ساتنی اورشد لپاره ګڼل کیږی،الله رب العزت دی زموږ معامله ګر،انحصار پسند سیاسی بقالانو ته عقل او دین ورکړی او دی مظلوم مؤمن ملت ته ، خادم مؤمن مشران ورکړی چی د ملت خدمت،عبادت وګڼی او ایمان ولری چی خالق تر ټولو ښه اجر ورکوونکی او د محسنانو مددکوونکی دی
    نورکرسی د چور او د لیوانو د چاغولو وسیله ونه ګرځی،او حرفوی غلو ته د ملت امانات ونه سپارل شی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب