جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهخالد له میلر سره هرات ته د سفر په ترڅ کې طالبانو...

خالد له میلر سره هرات ته د سفر په ترڅ کې طالبانو ته ګواښ کړی

تاند، شنبه، د جوزا ۳ مه: د افغانستان د دفاع وزیر اسدالله خالد او په افغانستان کې د قاطع ماموریت قومندان جنرال میلر نن د افغانستان لویدیځ هرات ولایت ته تللي دي.

په دې تړاو له دفاع وزارت څخه خپره شوې خبر پاڼه وایي، چې دفاع وزیر اسدالله خالد په دغه سفر کې د هرات له والي او د دې ولایت له نورو امنیتي مسوولینو سره د هرات پر وروستي امنیتي وضعیت خبرې وکړې او هلته د ښه امنیت په موخه یې ځانګړې هدایات ورکړل.

خالد یو وار بیا طالبانو ته خبرداری ورکړی دی چې که تاوتریخوالی کم نه کړي، د افغان ځواکونو لخوا به سخت وځپل شي.

د ملي دفاع سرپرست وزیر وايي، د ولسمشر لخوا د یرغلیزو عملیاتو د پيل له حکم وروسته د طالبانو هر ډول برید ته ځواب ویل شوی دی.

په دغه سفر کې ښاغلي خالد له هرات ولایت له ښار څخه هم لیدنه کړې.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې له کندوز څخه په راستنېدو اوازه وه چې ښاغلی خالد کورونا نیولی دی خو خالد بیا دا څرګندونې رد کړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب