Homeخبرونهدفاع وزارت: د کندوز ښار شاوخوا سیمې له طالبانو پاکې شوې

دفاع وزارت: د کندوز ښار شاوخوا سیمې له طالبانو پاکې شوې

تاند، شنبه، د جوزا ۳مه: د ملي دفاع وزارت د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې له طالبانو څخه کندوز ښار د شاوخوا سیمو تصفیه کېدو خبر ورکړی دی.

د دفاع وزارت تاند ته په یوه استولې خبرپاڼه کې ویلي، چې افغان ځواکونو د پامیر ۱۱۰ په نوم له څو ورځو راهیسې د کندوز ښار شاوخوا سیمو کې عملیات پيل کړي وو چې تر دې دمه په دغو عملیاتو کې د زاخېلو او نورې سیمې پاکې شوې دي.

دفاع وزارت وايي، دا هغه سیمې وې چې طالبانو به ترې په ښار باندې بریدونه طراحي کول، خو اوس په شاوخوا سیمو کې د طالبانو ټول پټنځایونه له منځه وړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ پر کندوز ښار د طالبانو یو بل لوی برید شاته تمبول شوی چې امنیتي ځواکونو ورسره له شپې راهیسې تر سهار جګړه کې د لږ تر لږه ۵۰ طالبانو د وژلو خبر ورکړی و.

د شاهین قول وايي، دا تلفات طالبانو ته د مرګ قطعې په نوم د کمانډو ځواکونو ځانګړې ځواک اړولي دي.

1 COMMENT

  1. دفاع وزارت وايي، دا هغه سیمې وې چې طالبانو به ترې په ښار باندې بریدونه طراحي کول، خو اوس په شاوخوا سیمو کې د طالبانو ټول پټنځایونه له منځه وړل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...