Homeخبرونهیونان کې یوې افغانې کډوالې خپله بله هېوادواله وژلې ده

یونان کې یوې افغانې کډوالې خپله بله هېوادواله وژلې ده

تاند، شنبه، د جوزا ۳مه: د یونان دولتي راډیو د دغه هیواد په موریا کمپ کې د یوې افغانې کډوالې لخوا د خپلې بلې هېوادوالې د وژلو راپور ورکړی دی.
پولیسو ویلي، دواړه ښځې له افغانستان څخه راغلې وې او تر لفظي شخړې وروسته یوه راپاڅېدلې او بله یې وژلې ده.

که څه هم قاتله مېرمن له موریا کمپ څخه نږدې غرونو ته تښتېدلې وه خو د شپې لخوا پولیسو بیرته نیولې ده.
د دواړو کورنیو خیمې څنګ په څنګ وې چې اوس د پولیسو په وینا دواړه کورنۍ یې یو تر بله جلا ځایونو ته انتقال کړې دي.

د ۳۰ زره کډوالو لپاره د لیزبوس په جزیره کې د موریا کمپ خورا ګڼه ګوڼه لري او دغلته د کډوالو تر منځ جګړه نورمال خبره ده.
که څه هم د کډوالو ادارې غوښتنه کړې چې له دې کمپ څخه کډوال نورو سیمو ته انتقال شي، خو تر اوسه په دې اړه اقدام نه دی شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...