Homeخبرونهد لوګر چارواکي ردوي چې ګواکي د عامې روغتیا وزارت پر معین...

د لوګر چارواکي ردوي چې ګواکي د عامې روغتیا وزارت پر معین برید شوی دی

تاند، شنبه، د جوزا ۳ مه: نن سهار د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروع خبر ورکړ چې د لوګر ولایت مرکز پل علم کې پرې وسلوال برید وشو او دی ترې روغ ووت.

ښاغلي مجروح نن سهار پر خپله رسمي فیسبوک پاڼه ولیکل، چې نن سهار د لوګر ولایت پل علم ښار کې له یوه وسله وال برید روغ ووت او د خوست، پکتیا او لوګر ولایتونو ته په رسمي سفر تللی و.

د عامې روغتیا وزارت هم دغه پېښه تایید کړه او د ښاغلي مجروع د روغتیایي وضعیت په اړه یې تاند ته ډاډ ورکړ
خو تازه بیا د لوګر سیمه ییز چارواکي او د ولایتي شورا رئیس وایي، چې نن سهار د کابل او ګردیز پر لویه لاره هېڅ جنګ نه دی شوی.

د لوګر د ولایتي شورا رئیس حسیب الله ستانکزي رسنیو سره په خبرو کې د وحید مجروح خبرې رد کړې.

د ښاغلي ستانکزی په خبره، د نوموړي د مالوماتو له مخې وسله وال طالبان د پوهنې او روغتیا سکټور له کارکوونکو سره ستونزه نه لري او د دې ولایت په لیرې پرتو ناامنه سیمو کې خپل خدمات وړاندې کوي.

دی وایي، د لوګر څخه تېرېدونکي لوړپوړي چارواکي باید د دې ولایت امنیتي ځواکونو مسوولین په جریان کې کړي څو د دوی امنیت وساتي.

د ښاغلي مجروح دا خبره د دې ولایت د والي ویاند او د امنیه قوماندانۍ مسوولینو هم رد کړې او په خبره یې په لویه لاره هېڅ جنګ نه دی شوی.

خو د عامې روغتیا وزارت بیا تازه د لوګر د امنیتي مسوولینو د خبرو په اړه څه نه دي ویلي.

بل لور ته تر اوسه هیڅ کومې وسلوالې ډلې هم د دې برید په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...