جمعه, اپریل 26, 2024
Homeروغتیاد کوچني اختر د لمانځلو ځیني روغتیايي لارښوونې

د کوچني اختر د لمانځلو ځیني روغتیايي لارښوونې

لیکوال: صالح محمد هوتک

دا چې دا ځل زموږ هیوادوال کوچنی اختر په داسي حال کې لمانځي چې موږ له داسي یوې بد مرغې اوبا سره مخ یوو چې تراوسه یې هم تداوي نشته؛ ولي بیا هم موږ کولای سو چې په ځینو ساده کارونو سره د دې ناروغۍ تر یو حده مخنيوی وکړو.

ځیني داسي لارښووني چې په عملي کولو سره یې کیدای سي تر ډېره د کورونا وایروس مخنیوی وکړئ په لاندې ډول دي:

صالح محمد هوتک

۱ – هڅه وکړئ په جومات کې له خپلو نورو مسلمانانو وروڼو سره د سټړي مشي پر مهال د لاس ورکولو، ښکلولو او غېږي ورکولو څخه په کلکه ډډه وکړئ.

۲ – روغبړ د ټولنیز واټن په مراعاتولو سره ترسره کرئ ممکن تاسو په دې کار سره د ډول ډول غبرګونونو سره مخ سئ خو پروا یې مه کوئ ځکه هغه کسان چي پر تاسو نیوکې کوي نه پوهېږي که پوهیدلی داسي یې نه کول خو ستاسو مسؤلیت د یو لوستي کس په توګه دا دی چي دا عملي کړئ.

۳ – د اختر د لمانځه کولو لپاره له کور څخه له ځان سره موسله (جای نماز) یوسئ او که کولای سئ ماسک ووهئ د ماسک وهل د ډیرو سترو علماو په نزد په اوسني حالت کې روا دی او هیڅ شرعي ستونزه نلري.

۴ – له لمانځه څخه د راوتلو پر مهال تلوار مه کوئ او له ګڼې ګوڼي څخه ځانونه وساتئ تر هغه وخته چي ګڼه ګوڼه کمېږي په یو ګوښه کي انتظار وباسئ.

۵ – اول خو هڅه وکړئ په کورونو کې پاته سئ بیا هم که چیري ډیر مجبوره یاست ټول لوړ څه په نظر کې ونيسئ او ټولنیز واټن مراعات کړئ.

۶ – په کورنۍ کې مو د لوړ عمر لرونکو کسانو ته تر خپله وسه هڅه وکړئ ویټامین لرونکې مېوې او ګټور خواړه ورکړئ تر څو د بدن دفاعي سيستم یې پیاوړی سي.

۷ – د کورونا وایروس څخه د ځان ساتنې په موخه هیڅ ډول دستکشي مه کاروئ ځکه دستکشي د عامو او روغو کسانو لپاره هیڅ ګټه نلري بلکې کیدای سي د ناروغیو د انتقال لامل هم وګرځي دستکشي یوازې د طبي کارکوونکو لپاره دي.

۸ – ناروغانو ته د پوښتنې او ورتګ پر مهال ټولنیز واټن مراعاتول ډیر زیات مهم دی هڅه وکړئ ناروغانو ته ډیر مه ورنژدې کیږئ.

۹ – هیڅ ماشوم ته اجازه مه ورکوئ چي لاس مو مچ کړي او د خپلو کورونو ماشومانو ته هم اجازه مه ورکوئ چي کوم ځای ولاړ سي که بیا هم ځي باید ورته وویل سي چي له هیچا سره روغبړ په لاس مه کوئ او مه یې هم لاس مچوئ.

۱۰ – دا چي د ګرمۍ موسم دی لاسونه ژر خوله کیږي او د ناروغیو او ميکروبونو لپاره ډیر مساعد وي نو په دوامداره توګه مو لاسونه په صابون یا هم لاس مینځلو مایع پرېمینځئ.

د دې ځیني کارونو ترسره کول ځکه اړین دي چي ډیری داسي کسان چي تاسو یې هیڅ فکر نه کوئ کیدای سي په کورونا ویروس اخته وي او په کورونا ویروس اخته کسان که څه هم اعراض او علایم ونه لري بیا هم دا ناروغي د یو کس څخه بل کس ته انتقالیږي نو ځکه ډېر احتياط پکار دئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب