جمعه, مارچ 29, 2024
Homeجنرال وزیريد نن ورځې سیاست

د نن ورځې سیاست

لیکوال: جنرال دولت وزیري

که سترګې پرې پټې نه کړو، په هیواد کې سیاسي او نظامي حالات د بحث وړ دي. ځیني دوستان که دې خوا ته دي او که په مخالفینو کې دي، حالاتو ته په سرسری نظر ګوري.

د سیمې هیوادونه په ځانګړي توګه پاکستان او ایران له پخوا ډیر فعال شوي دي. دوی کوښښ کوي چې په هیواد کې د سولې مخه ونیسي او یا د سولې په خبرو کې ډیر امتیازات تر لاسه کړي. پاکستان په هیڅ صورت په افغانستان کې غښتلی او مستقل نظام نه غواړي. ایران په ښکاره د مخالفینو سره مرستې کوي، خلک مو په ډول ډول بانو وژني. د کرونا يې ماحول پر وخت د ایران څخه د افغانانو ویستل هم د دې ناوړه عملونو یوه برخه وه.

نړیوال ځواکونه هم په پوست پاک نه دي، ماته ښکاري په اورو کې شکه لري او د پوزی لاندې اوبه تیروي. چین خو هسې د پاکستان له ګټو نه تیریږي او هغه خو واضح خبره ده. روسیه خپلې ګټې لټوي او تل د خپلو ګټو له پاره د امریکا سره په معامله کې وي. د نوي ومو کلونو تجربې تر اوسه د خلکو په ذهنونو کې تازه دي.

امریکایان خو افغانستان ته زموږ پر خوښه نه دي راغلي او هغوی ته خپلې ګټې تر هر څه اړينې دي.

ځینې خلک د افغانستان جوړول او سولې ته رسیدل یواځې له امریکایانو غواړي، د افغانانو رول ته هيڅ قائل نه دي. د امریکایانو له پلوه د ډاکټر خليل زاد هلې ځلې ټولو ته ښکاره دي چې یواځې د امریکایانو پر ګټو را څرخي. د خلیل زاد د پاکستان ګټو ته ژمنتوب، د مخالفینو دومره لوړول چې سړي ته د لیوه او ګيدړې کیسه ور په یادوي. له دې سره په افغانستان کې د یوه غښتلي حکومت مخنیوی کول، د امریکایانو لخوا دول ډول ويناوي، چې وايي نن وځو، سبا ته وايي نه وځو. بیا وايي مرستې کمه وو، بله ورځ وايي مرستې جارې ساتو. بې له دې چې د افغانستان دولت سره همغږي وکړي د طالبانو سره پر خپل سر پریکړې کول، په یوه ورځ د زندانیانو خوشي کول، دا ټول هغه څه دي چې فکر ورته په کار دی
افغانانو ته په جلا جلا توګه د دې ټولو مشکلاتو پر ضد مبارزه کول ډیر مشکل حتی له امکانه لیرې دي. دلته یو دقیق، غښتلي او روښانه سیاست کول په کار دی.

 

د افغانستان په تړاو د پاکستان او ایران ناوړه سیاست او د طالبانو سر زورۍ ته په کتو سره، اړینه ده چې د امریکا متحده

ایالاتو سره په اړیکو کې له سره غور وشي او د امریکایانو د مرستو او خواکونو په هکله هر څه باید روښانه شي. په دې هم باید غور وشي چې امریکایان ولې په افغانستان کې غښتلی حکومت نه غواړي او ولې د سولې او له افغان حکومت

سره په دوستۍ شک لري، حال دا چې هر څه په ستراتیژیک او امنیتي تړون کې ښه روښانه دي
د طالبانو سره سوله د افغانستان له پاره د مرګ او ژوند خبره ده، طالبان افغانان دي حق لري چې خپل هیواد ته راشي، اړین امتیازات هم ورکړل شي چې په جګو سترګو دلته ژوند او سیاست وکړي، خو طالبانو ته په کار ده چې د خپلو ورونو له وژلو لاس واخلي، اور بند وکړي او په سمه توګه او د بهرنیانو له تاثیر پرته سولې ته ژمن شي.

افغان حکومت ته هم په کار ده چې په ټول توان د تلپاتې سولې له پاره هلې ځلې وکړي او د طالبانو د باور لاس ته راوړلو له پاره له هرې لارې کار واخلي، هغه که د زندانیانو په خوشي کولو وي او که په کومه بله لار وي.

سولې ته رسیدل له ټولو غاړو یوه قربانی هم غواړي او هغه د خپلو شخصي ګټو تیریدل او ملي ګټو ته ژمن کیدل دي..

یو شئ، چې بریالي شئ، ځکه یا به یو کیږئ او یا به ور کیږئ.

په نوی ومو کلونو کې یو نه شوئ، جګړې تر اوسه دوام وکړ او که اوس یو نه شئ دا ځل له واحد افغانستان څخه لاس و وینځئ.
زما شخصي نظریات دي.
په درنښت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب