یکشنبه, مې 19, 2024
Homeمقالېد کلي خيريه بنسټ؛ د يتيم لاسنيوی | حبیب وقار

د کلي خيريه بنسټ؛ د يتيم لاسنيوی | حبیب وقار

د هر بې وزله او يتيم لاسنيوی د هر انسان وجيبه ده څو تر خپله وسه د هر بې وزله، يتيم، معیوب او مجبور اوښکې پاکې کړي. د کلي عامه کتابتون له چارو اوس ډېری هېوادوال خبر دي چې د کلي عامه کتابتون رضاکارې ډلې له لوري تر دې دمه د هېواد په ګوټ ګوټ کې ۱۸ عامه کتابتونونه جوړ شوي دي. 

په هېواد کې د کرونا فاجعې د راتګ او قرنطين له کبله د کتابتونونو جوړولو چارې په ټپه ودرېدې، نو پر دې مهال د کلي عامه کتابتون غړو وپتېيله څو د هېوادوالو د لاسنيوي له پاره په يوه داسې برخه کې کار وکړي چې په همدې مهال سخته اړتیا ورته لري چې هغه د يتيمانو، کونډو او بې وزلو لاسنيوی و.

د همدې هدف له پاره یادې ډلې د روان کال د حمل میاشتې په ۵مه چې د ۲۰۲۰م کال د مارچ مياشتې له ۲۹مې سره سمون خوري (د کلي خيریه بنسټ) پيل کړ. د خپلو چارو د رضاکارانه ترسره کولو له پاره يې اصول وټاکل او هوډ وشو چې ټولې چارې به په پوره شفافيت ترسره کېږي، د بنسټ هر غړی به هر ډول ستړیا مني. غواړو د بنسټ له پيل بیا تر اوسه (د روژې تر پای) يعنې د جوزا تر ۴مې خپل کاري راپور وړاندې او خپل فعاليتونه له خپلو درنو هېوادوالو سره شريک کړو.

د مرستو ټولولو له پاره لاندې لارې کاروي:

۱- له خلکو مرستې اخلي:

د کلي خيريه بنسټ چارې د خلکو په مرسته ولاړې دي. هغه هېوادوال چې د ياد بنسټ پر غړو باور لري، پېژني يې او د دوی چارې ورته روښانه دي، دوی ته مرسته ورکوي، د خپل ذکات، سرسايې او صدقې پيسې ورکوي. د بنسټ يو له اصلونو څخه پوره شفافيت دی، دوی د هر کس مرسته که هغه ډېره لږه هم وي په خپله فېسبوک پاڼه خپروي. که مرسته کوونکی غواړي نوم يې وليکل شي ليکي يې او که نه غواړي نوم يې نه ليکي. د کلی خيريه بنسټ تر اوسه ۱۱۵۳۰۰۰ افغانۍ او ۲۴۶۵ډالره مرستې ترلاسه کړې دي.

۲- ونډه واخلۍ لړۍ:

بنسټ د خپلو چارو په څنګ کې د (ونډه واخلئ) لړۍ پيل کړې. په دې لړۍ کې يوه ونډه له سل افغانيو پيلېږي. هر کس له خپل مياشتني معاش څخه له خپل توان سره سم يوه اندازه بنسټ ته ورکوي او په (ونډه واخلئ) لړۍ کې ونډه اخلي. تر اوسه په دې برخه کې ۳۲ تنو ونډه اخيستې چې له بنسټ سره ثبت دي او تر اوسه له ونډه واخلئ لړۍ څخه ۲۹۲۰۰ افغانۍ او ۱۰۰ ډالره تر لاسه شوي دي، د ډېرو کسانو پيسې لاهم د قرنطيني شرایطو له کبله تر لاسه شوې نه دي.

۳- د کورنيو دايمي ملاتړ (کفالت):

ځينې کورنۍ چې په يو ځل اوړو، وريجو او نورو خوراکي توکو يې چاره نه کېږي، داسې زامن نه لري چې بنسټ کراچۍ ورته جوړه کړي او يا هم کوم بل کار وکړي. لومړی خپله د کلي خيريه بنسټ مرسته چې يوه بوجۍ اوړه، يوه بوجۍ وريجې، يوه بوجۍ دال، يوه متوسطه بوشکه غوړي او يو کارتن هم اش مکروني دي ورکوي او بيا هڅه کوي يو داسې کس ورته پيداکړي چې له کورنۍ سره په پرلپسې ډول مياشت پر مياشت مرسته وکړي چې تر اوسه د بنسټ له لوري ۴ کورنۍ په کابل او ۲ کورنۍ په کليو کې دايمي ملاتړ يا پالل کېږي. دوی ته په منظم ډول هره مياشت پيسې ورکول کېږي.

۴- يتيمانو او بې وزلو ته کاروبار:

د بنسټ له لوري هڅه شوې څو خلکو ته د کبانو د خوړلو پر ځای د کبانو نيول ور زده کړي. هغه کورنۍ چې په کور کې بيدار او هوښيار له اته تر څوارلس کلن پورې ماشوم ولري د کار له پاره کراچۍ ورته جوړېږي، سودا يې ورکول کېږي او چارې يې هره ورځ څارل کېږي. د بنسټ له لوري تر اوسه يتميانو او بې وزلو ته ۶ کراچۍ جوړې شوې دي چې د هرې کراچۍ څارنه کېږي او لازمې لارښوونې ورته کېږي.

يتيمان او بې وزله څه ډول معلوموي:

 د کلي خيريه بنسټ د اړمنو يتيمانو، کونډو او بې وزلو د پېژندنې له پاره د دوی کور سروې کوي. کله چې د خيريه بنسټ ډلې ته د يوې اړمنې کورنۍ خبر رسېږي، د بنسټ څو تنه غړي د يادې کورنۍ ليدو ته ورځي، د کورنۍ ټول معلومات ليکي، ان د کورنۍ پخلنځی ګوري چې څه لري او کنه. که کورنۍ داسې کس ولري چې کار کوي او د سهار او بېګا ډوډۍ پيداکوی شي، مرسته نه ورسره کوي. تر څنګ د کورنۍ له شاوخوا ګاونډيانو پوښتنه کوي چې ايا ياده کورنۍ په رښتيا هم مستحق ده  او که نه ده؟

نورې چارې:

د يتيمانو د اختر جامې:

د کلي خيريه بنسټ، د ۱۱۵ يتيمانو له پاره د اختر جامې برابرې او ورته جوړې يې کړې او ځينو ته يې د جوړولو له پاره پيسې ورکړې. 

اختر مبارکي:

د کلي خيريه بنسټ غړو ښه وبلله چې په اختر کې د وکيلانو، وزيرانو، رييسانو او خانانو کورونو ته د ورتګ او اختر مبارکۍ پر ځای د يتيمانو کورنيو ته د اختر مبارکۍ له پاره ورشي او هرې کورنۍ ته به له (۱۰۰۰ تر ۱۵۰۰۰) پورې وچه مېوه او کولچې تيارې کړي چې د ۲۴ کورنيو له پاره يې د اختر د وچې مېوې بستې برابرې کړې او هرې کورنۍ ته به يې د اختر په ورځ ورسوي او د دوی احوال به واخلي.

ورکړل شوې مرستې:

تر دې دمه د کلي خيريه بنسټ ۲۵۰ کورنيو ته د خوراکي توکو غير مستقيمې مرستې رسولې دي چې ځينې يې نورو بنسټونو ته ورپېژندلي او ۱۵۰ کورنيو ته یې په مستقيمه توګه په خپل لاس مرستې ورکړې دي چې ټول يې له پاڼې څخه خپاره شوي دي. همداراز د خلکو د ذکات له پيسو څخه ۱۰۰ کورنيو ته نقدي مرستې ورکړل شوې دي او ۲۳ کورنيو ته هم غير مستقيمې نقدي مرستې ورکړل شوې دي.

عکس، وېډيو او هويت خپرول:

د بنسټ غړو پرېکړه کړې چې د مرستې ورکولو پر مهال به د بنسټ د هېڅ کارکوونکي عکس نه خپرېږي چې تر دې مهاله د هېڅ کارکوونکي عکس خپور شوی نه دی او د مرسته اخيستونکو عکسونه به د مرستې ورکولو پر مهال اخيستل کېږي خو د هېچا عکس به هم روښانه نه خپرېږي، بلکې هويت به يې پټ ساتل کېږي، ځکه چې ياد يتيم ماشوم څه وخت وروسته ځوان کېږي، د عزت او دبدبې څښتن کېږي، کېدای شي دا تصوير يې پر هغې مهال وځوروي.

د کلي خيريه بنسټ له ټولو هېوادوالو غواړي او هيله کوی چې خپلې صدقې ياد بنسټ ته ورکړي، په ونډه لړۍ کې برخه واخلي، که توانايي لري د يوې کورنۍ کفالت دې پر غاړه واخلي. بنسټ تر دې دمه داسې کورنۍ هم موندلې  او مرسته يې ورته رسولې چې په دې سخته روژه کې يې اته ورځې په پرلپسې توګه په پېشلمي کې يوازې ګندنه او وچه ډوډۍ خوړلې او داسې کورنۍ يې هم موندلې چې پوره يو کال يې کور کې غوښه نه ده پخه شوې او د بنسټ کار کوونکي يې کور ته داسې مهال ورغلي چې دوی څلور ورځې نه کور کې ډوډۍ پخه کړې او نه يې هم له نانوايۍ راوړې ده، نو موږ کار کوو او تاسې ته پوره حساب درکوو ځکه چې شفافيت زموږ اصل دی.

هيله ده په دې سنګر کې مو ملاتړ وکړئ او تر څنګ مو ودرېږئ، د داسې يوې ورځې په هيله چې هېواد کې هېڅ څوک د ډوډۍ په ارمان ورځ تېره نکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب