شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهمتحده عربي امارات د کورونا وایرس د بندیزونو سرغړونکي جریمه کوي

متحده عربي امارات د کورونا وایرس د بندیزونو سرغړونکي جریمه کوي

تاند – متحده عربي امارات له هغو کسانو نغدي جریمه اخلي چې د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره د اعلان شویو بندیزونو سرغړونه کوي.

د متحده عربي اماراتو حکومت د کورونا وایرس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د چهارشنبې په ورځ نوي مقررات وروسته له دې اعلان کړل چې په وروستیو کې یې بندیزونه یو څه نرم کړي وو.

د متحده عربي اماراتو له نویو مقرراتو سره سم، که څوک مېلمستیا یا غونډه وکړي، تر ۱۰ زره درهمو پورې، چې تر ۲ زره ۷۰۰ ډالرو زیاتېږي، جریمه کېږي او دغه راز د مېلمستیا یا غونډې له هر برخوال څخه ۵ زره درهمه جریمه اخیستل کېږي.

متحده عربي اماراتو چې د شبې له لوري دوه ساعته بندیز لېرې کړی و، بېرته د لومړیو ورځو په شان د شپې بندیز دوه ساعته اوږد کړ. اوس د شپې نه له ۸ د سهار تر ۶ بجو خلک له کورونو له وتلی شي.

د متحده عربي اماراتو د رسمي خبري اژانس د راپور له مخې، چارواکي وايي چې دا پرېکړه یې د دې لپاره کړې چې د ځینو کسانو د بې پروايي له کبله د کورونا وایرس پېښې مخ په زیاتېدو دي

د متحده عربي اماراتو د حکومت ویندوی امن الضاک الشمسي په یوه خبري غونډه کې وویل، د ځینو محدود شمېر کسانو یادونه کوي چې لا هم د کورونا وایرس د خپرېدو له عواقبو خبر نه دي او له همدې کبله اعلان شوې لارښوونې نه رعایتوي او په نتیجه کې یې د نورو روغتیا او ژوند ته خطر پېښوي. د یوه یا دوو کسانو غیرمسوولانه چلند پر ګڼو کورنیو اغېز لرلی شي.

د امریکا د جان هاپکنز پوهنتون له شمېرنو سره سم، په متحده عربي اماراتو کې تر نن (پنجشنبې پورې) د شاوخوا ۲۶ زره تنو کورونا تایید شوې او شاوخوا ۲۳۳ تنه مړه شوي دي.

متحده عربي اماراتو د ګڼو نورو مواردو لپاره هم جریمې اعلان کړي او ویلي یې دي چې جوماتونه او نور مرکزونه به هم بند وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب