شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeداسې هم شتهساینسکورونا ایفون بدلون ته اړ ایست

کورونا ایفون بدلون ته اړ ایست

تاند۰ د کورونا وایرس د خپرېدو له کبله هغه کسان، چې موبایلونه یې فیشل آی ډي یا مخ پېژندونکی نرمکالی لري او له دې لارې یې موبایل انلاک کېږي، له ستونزو سره مخامخ شوي ځکه چې ماسک نه پرېږدي چې موبایل د خپل خاوند څېره وپېژني.

آیفون یوه له لومړنیو کمپنیو څخه ده چې دا سیستم یې دود کړ. دا کمپنۍ وايي چې د دې ستونزې، چې نن سبا ډېر خلک ورسره په تنګ دي، چاره یې کړې ده.

ایفون وايي، په خپلو موبایلونو کې یې د (iOS 13.5 beta 3 code) په نوم اپ دېټ یا زیاتونه کړې او چې کله د ایفون کاروونکی دا نرمکالی یا سافټ وېر په خپل موبایل کې زیات کړي، موبایل به اجازه ورکړي چې کاروونکی پاسورډ جوړ کړي.

آیفون وايي چې د کورونا وایرس د خپرېدو له کبله د فېس آی ډي یا مخ پېژندونکي نرمکالي د کاروونکو له دې ستونزې خبر دی.

دا نرمکالی له ۲۰۱۷ څخه په نویو ایفونونو کې کارول کېږي او دې موبایل ته یې ځانګړی شهرت په برخه کړی و خو هیڅوک نه پوهېدل چې کورونا وایرس به خپرېږي او د نړۍ ټولې چارې به ګډوډوي.

له بلې خوا اپل اعلان وکړ چې کالنی کنفرانس به د جون په دوه ویشتمه دایر کړي.

اپل عموماً په دغه کنفرانس کې د ایفون، آی پډ، مک، اپل واچ او اپل تلویزیون نوي نسخې نندارې ته وړاندې کوي.

اپل تېره میاشت ویلي و چې سږ کال به یې کنفرانس انلاین وي او تالار ته به نندارچیان نه ورغواړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب