یکشنبه, فبروري 2, 2025
Homeخبرونهطالبانو په افغانستان کې د بهرنیو ډلو د فعالیت په اړه د...

طالبانو په افغانستان کې د بهرنیو ډلو د فعالیت په اړه د «سیګار» راپور رد کړ

تاند【یکشنبه د سلواغې ـ دلوې ۱۴مه】د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند، حمدالله فطرت په افغانستان کې د داعش په ګډون د بهرنیو ډلو د فعالیت په اړه د «سیګار» راپور رد کړی او ټینګار یې کړی، چې داعش ډله په دې هېواد کې ځپل شوې ده.

فطرت ویلي، د داعش د فعالیت په اړه اندېښنه (داعش) ته کمپاین دی.

نوموړی داسې مهال دا غبرګون ښیي، چې د افغانستان د بیارغونې په برخه کې د امریکا ځانګړې ادارې (سیګار) په افغانستان کې د داعش، پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) او القاعدې غړو د فعالیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.

په راپور کې راغلي وو، چې د داعش خراسان څانګې په ۲۰۲۴ کې په افغانستان، ایران، روسیې او پاکستان کې د ۶۰ بریدونو مسوولیت منلی، چې د دغو بریدونو نږدې ۴۰ سلنه په ۲۰۲۳ کال کې شوې دي.

سیګار په افغانستان کې د داعش شتون په اشارې د ملګرو ملتونو د سرمنشي په حواله لیکلي، چې دې ډلې خپل عملیاتي مرکزونه د ختیځ افغانستان په نورستان او کونړ ولایتونو کې ساتلي دي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې تازه ټرمپ په سومالیا کې د داعش پر وړاندې د هوایي بریدونو امر کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب