Homeخبرونهایران وایي؛ ناقانونه کډوال نشو منلی، اړ یو سخت قوانین وضع کړو

ایران وایي؛ ناقانونه کډوال نشو منلی، اړ یو سخت قوانین وضع کړو

تاند【یکشنبه د سلواغې ـ دلوې ۱۴مه】د ایران د کورنیو چارو وزیر سکندر مومني وایي،چې په روان لمریز کال کې یې له دغه هېواده یو اعشاریه یو میلیون کډوال ایستلي، خو په خبره یې ۵۰ سلنه دغه کسان بېرته ایران ته ورغلي دي.

ایراني رسنۍ وایي، دوی نور ناقانونه کډوال نشي منلی.

مومني زیاته کړې، چې د کډوالو د مهار لپاره اړ دي، چې د پولې تړلو په ګډون سخت قوانین وضع کړي.

د رسنیو په راپورونو کې که څه هم سکندر مومني د کوم هېواد نوم نه دی اخیستی، خو د یادونې ده چې په ایران کې ډېری کډوال افغانان دي.

اوس هم هره ورځ په لسګونه افغان کډوال له ایرانه په زور ویستل کېږي.

د ایران ترڅنګ د افغانستان بل ګاونډی پاکستان هم له هغو هېوادونو دی، چې افغان کډوال ځوروي او پر وړاندې یې سخت دریځ نه کار اخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...