Homeخبرونهټرمپ په سومالیا کې پر داعش د هوایي بریدونو امر کړی

ټرمپ په سومالیا کې پر داعش د هوایي بریدونو امر کړی

تاند【یکشنبه د سلواغې ـ دلوې ۱۴مه】د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سومالیا کې د داعش وسلوالو پر وړاندې د هوایي بریدونو امر وکړ.

نوموړي پرون د شنبې په ورځ د سلواغې ۱۳مه دا امر کړی دی.

دا د ولسمشرۍ په دوه‌یم پېر کې پوځ ته د ټرمپ د هوایي برید لومړنی امر دی.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، د برید موخه “د داعش د برید لوړ پوړی پلان جوړوونکي” و.

ټرمپ پخپله ټولنیزه شبکه “ټروث” کې لیکلي: “نن سهار ما د داعش د برید د لوړ پوړي پلان جوړوونکي او نورو ترهګرو پر وړاندې، چې هغه په سومالیا کې استخدام او رهبري کول؛ د هوایي بریدونو امر ورکړ.

ټرمپ یاده ډله قاتلان بللي او د ټرمپ په وینا دوی په سوړو او غارونو کې پټ ول، امریکا او زمونږ متحدین یې ګواښل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...