تاند【یکشنبه د سلواغې ـ دلوې ۱۴مه】پاکستان کې افغان کډوال د خپلو ستونزو د حل غوښتنه کوي.
دوی وایي، یوځل بیا په دغه هېواد کې د پولیسو له لوري د افغانانو نیول او له دوی سره ناوړه چلند زیات شوی، چې دې چارې د دوی ژوند تنګ کړی دی.
دغه کډوال وایي، له سختو ننګونو سره مخ دي او اړتیا ده، چې د طالبانو حکومت له لوري د دوی ستونزو ته رسېدنه وشي.
هلته مېشت افغان کډوال محمد رضا رسنیو ته ویلي، پولیس بعضې وختونه ناقانونه کډوال چې اسناد نه لري وباسي او ځوروي یې.
نوموړی وایي، دا هغه ستونزې دي، چې هره ورځ روانې دي او هغه کسان چې، ویزه او پاسپورټ نه لري، په جبري توګه ایستل کېږي.
بل خوا، په پاکستان کې د افغان کډوالو کمېشنرۍ د دغه هېواد د مشرانو جرګې د ایالتونو او سرحدي سیمو کمېټې ته راپور ورکړی، چې شاوخوا ۲٫۹ مېلیونه افغانان په پاکستان کې اوسېږي چې، له دې منځه ۱٫۴ مېلیونه ثبت شوي دي.
پاکستاني رسنۍ زیاتوي، چې د دغه هېواد د مشرانو جرګې غړو سعدیه عباسي او سید منصور احسان له افغان کډوالو سره د مرستې پر اړتیا ټینګار کړی دی.
افغان کډوال د طالبانو له حکومته غواړي، چې د دوی ستونزو ته رسیدنه وکړي.
د یادونې ده، چې پرون هم په اسلاماباد کې د طالبانو شارژدافېر ویلي و، هڅې روانې دي؛ څو په پاکستان کې د افغان کډوالو ستونزو ته رسېده ګي وشي.