Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپه افغانستان کې د ټاپي نللیکه ۳ کیلومتره نوره جوړه شوه

په افغانستان کې د ټاپي نللیکه ۳ کیلومتره نوره جوړه شوه

تاند (دوشنبه، د سلواغې/ دبلوې ۸ مه) د طالبانو حکومت ند یکشنبې په ورځ/ سلواغه ۷/ جنوري ۲۶)  اعلان وکړ چې په هرات ولایت کې د ټاپي پروژې نللیکه ۳ کیلومتره نوره غځول شوې او تر دې دمه په افغانستان کې د ټاپي پروژې د ګازو نللیکې شپږ کیلومتره بشپړه شوې ده.

د ټاپي پروژې عمومي رئیس د طالبانو د هرات له والي سره په کتنه کې د دې پروژې د نللیکې د جوړولو د بهیر د چټکولو خبر ورکړی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد مخکې ویلي و چې د ټاپي پروژې عملي کار په افغانستان کې روان دی.

مجاهد څه باندې یوه اوونۍ مخکې په افغانستان کې د ټاپي نللیکې د درې کیلومتره غځېدو خبر ورکړی و او نن یې د درې کیلومتره نور پایپ لاین د اېښودو خبر ورکړ. د دې معنا دا ده چې په افغانستان کې د ټاپي کار په چټکه روان دی.

د دې پروژې د جوړولو په اړه له شاوخوا درې لسیزو خبرې کېږي خو دا لومړی ځل دی چې پر دې پروژې په عملي ډول د افغانستان په خاوره کې کار پیل شوی دی.

ترکمنستان په خپله خاوره کې د ټاپي نللیکه د افغانستان تر پولې رارسولې ده.

طالبانو نژدې پنځه میاشتې مخکې په افغانستان کې د دې پروژې د بیا پیل اعلان وکړ. په دې موده کې د پایپ لاین په لاره کې مځکه هواره او چمتو شوه.

د ټاپي پروژې کار اته کاله مخکې د افغانستان، ترکمنستان، پاکستان او هند د هغه وخت د مشرانو په ګډون په هرات کې پیل شوی و، خو د هېوادونو ترمنځ د اختلافاتو او په افغانستان کې د ناامنۍ له امله یې چندان پرمختګ ونه کړ.

د ټاپي د ګازو نللیکه د یوې سیمه‌ییزې پروژې په توګه ګاز له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لېږدوي. دا پروژه ۱۸۲۱ کیلومتره اوږدوالی لري او د کال ۳۳ میلیارد متر مکعب ګاز لېږدولی شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...