تاند (دوشنبه، د سلواغې/ دلوې ۸ مه) د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي، پرون په کابل کې د افغانستان د شیعه علماوو او د دې هېواد د تشیع ټولنې مقام ته په اشارې وویل چې د افغانستان په علمي، کلتوري، او دیني پرمختګ کې د دوی ونډه مهمه ده.
د ایران د دولتي خبري اژانس، ایرنا د راپور له مخې، هغه د افغانستان په ټولنه کې د بېلابېلو قومونو او مذهبونو ترمنځ د ورورولۍ او دوستانه اړیکو لرل، د یوې امن او پرمختللې ټولنې اړتیا وګڼله او ټینګار یې وکړ چې د بېلابېلو قومونو او مذهبونو ترمنځ د محبت او دوستۍ پیاوړتیا اړینه ده.
د ایرنا د یکشنبې شپې د راپور له مخې، عراقچي چې د افغانستان د سرپرست حکومت له چارواکو سره د کتنې او خبرو لپاره کابل ته تللی و، د افغانستان د شیعه علماوو شورا له یو شمېر غړو سره ولیدل او خبرې یې وکړې.
که څه هم د ایرنا په راپور کې نه دي ویل شوي چې عراقچي د افغان شیعه علماوو د شورا له غړیو سره چیري وکتل، خو له خپور شوي تصویره ښکاري چې دا کتنه په کابل کې د ایران په سفارت کې شوې ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دې کتنه کې د ګاونډیو هېوادونو په اړه د څوارلسم حکومت (د پزشکیان حکومت) د بهرني سیاست په اړه خبرې وکړې او په بېلابېلو اقتصادي، سوداګریزو، او کلتوري برخو کې یې له افغانستان سره د اړیکو د پراختیا لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت پر عزم ټینګار وکړ.
د افغانستان د شیعه علماوو شورا هم په دې کتنه کې د تېرو ۴۵ کلونو په اوږدو کې د افغانستان د اتباعو د مېلمه پالنې او په ایران کې د ګڼ شمېر افغانانو لپاره د ژوند او زده کړو د اسانتیاوو د برابرولو په خاطر د ایران ستاینه وکړه. دوی د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د اړیکو د دوام او پیاوړتیا د اهمیت یادونه هم وکړه.
د افغانستان د شیعه علماوو شورا غړو د ایران او افغانستان ترمنځ د اړیکو پراختیا ته خوښي وښوده او د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا یې د دواړو ملتونو په ګټه وبلله.
دوی همدارنګه د ایران او افغانستان د علماوو، که شیعه وي که سني، ترمنځ د علمي او کلتوري اړیکو او بحثونو پراختیا ډېره مهمه وګڼله او دا یې د اسلامي وحدت د لوړولو لپاره اغېزمن وباله.
د ایرنا د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر د یکشنبې په سهار (یکشنبه) د خپلو ډیپلوماتیکو مشورو په لړ کې د افغانستان له بهرنیو چارو وزیر «امیرخان متقي» سره هم ولیدل او خبرې یې وکړې.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقایي، کابل ته تر تګ مخکې په خپل ایکس (پخوانی ټویټر) کې د دې سفر د اهدافو په اړه لیکلي و: «کابل ته د ډاکتر عراقچي سفر د ګاونډیتوب د سیاست په چوکاټ کې او د بهرنیو چارو وزارت د ذاتي ماموریت په لړ کې د هېواد د ملي ګټو د تعقیب لپاره ترسره کېږي. دا سفر کولی شي د دواړو ملتونو د اړیکو د ډېرو ګټو د تأمین لپاره یوه مهمه شېبه وي.»