دوشنبه, جنوري 27, 2025
Homeخبرونهګلبدین نایب خپله ۱۶۰۰ ډالري جایزه د اساهي کورنۍ ته ډالۍ کړه

ګلبدین نایب خپله ۱۶۰۰ ډالري جایزه د اساهي کورنۍ ته ډالۍ کړه

تاند (دوشنبه، د سلواغې / دلوې ۸ مه) د افغانستان د کرکټ تکړه آل راونډر ګلبدین نایب د متحده عربي امارتو په شل اوره نړیوال کرکټ لیګ کې د غوره لوبغاړي جایزه د خپل هیوادوال، علي رضا اساهي کورنۍ ته ډالۍ کړه.

ګلبدین نایب ته د یکشنبې په ورځ د خورا ښې لوبې په خاطر د غوره لوبغاړي ۱۵۰۰ ډالري جایزه ورکړل شوه.

ګلبدین نایب چې په نننۍ لوبه کې ۸۰ منډې وکړې او خپله لوبډله (دوبۍ کپیټلز) یې بري ته ورسوله، وویل: «افغانستان د باډي بلډینګ په برخه کې یو مخکښ لوبغاړی له لاسه ورکړ. دا د ټولو لپاره لویه ضایعه ده. که څه هم زما د «نننۍ جایزې» ډېر زیات نه دی خو غواړم د علي رضا اساهي کورنۍ ته یې ډالۍ کړم»

علي رضا آساهي د افغانستان او نړۍ په کچه د مخکښانو یا زیات عمر لرونکو لوبغاړو په کته ګورۍ کې د بدني ښکلا اتل و چې تېره اوونۍ یې د زړه په ساه ورکړه او په کابل کې خاورو ته وسپارل شو.

د هغه له کورنۍ سره راشدخان او ځینو نورو ورزشکارانو هم د مرستې اعلان کړی دی.

د ابوظبي نایټ رایډرز په ۲۰ اورونو کې د ۴ لوبغاړوله بایللو وروسته خپلې سیالې لوبډلې دوبۍ کپیټلز ته ۲۰۴ منډې هدف ټاکلی و خو د ګلبدین نایب په ښه بیټنګ دا هدف دوبۍ کپیتلز پوره کړ. نایب په ۴۷ توپونو ۸۰ منډې وکړې. له همدې کبله د سیالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو او ۱۶۰۰ ډالره جایزه ورکړل شوه چې ده د اساهي کورنۍ ته دا جایزه ډالۍ کړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب