دوشنبه, جنوري 27, 2025
Homeخبرونهد افغانستان بانک له صرافانو وغوښتل چې د اسعارو د احتکار او...

د افغانستان بانک له صرافانو وغوښتل چې د اسعارو د احتکار او قاچاق په مخنیوي کې مرسته وکړي

تاند (یکشنبه، د سلواغې/ دلوې ۷ مه) د ډالر په وړاندې د افغانیو د ارزښت د پر له پسې لوېدو له کبله د اندېښنو په منځ کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک مسوولانو نن له صرافانو سره غونډه وکړه.

د راپورونو له مخې، د افغانستان بانک مسوولانو د صرافانو د ټولنې له استازو وغوښتل چې د اسعار د احتکار او قاچاق په مخنیوي کې له دوی سره همکاري وکړي.

په دې کتنه کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک رييس نوراحمد اغا په عین حال کې خبرداری ورکړ چې که چا اسعار قاچاق یا احتکار کړل، قانوني چلند به ورسره وشي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک په عین حال کې ۲۵ میلیون ډالره نور لیلاموي څو د ډالر په وړاندې د افغانیو د ارزښت د کمېدو مخه ونیسي.

وروسته له دې چې د امریکا نوي حکومت اعلان وکړ چې درستې نړۍ ته د میلیاردونو ډالرو مرستې تر هغو ځنډوي چې پر دغو مرستو بیا کتنه کېږي، په افغانستان کې، د ډالر په وړاندې د افغانیو ارزښت ټیټ شو.

امریکا د افغانستان تر ټولو لوی مرستندوی هیواد دی. ویل کېږي چې امریکا هره اوونۍ افغانستان ته له ۲۰ تر ۴۰ میلیون ډالره مرسته لیږي.

څرګنده نه ده چې د امریکا له لوری له نړۍ سره د مرستو د ځنډولو له کبله افغانستان ته د امریکا مرسته هم ځنډول شوې او که نه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب