دوشنبه, جنوري 27, 2025
Homeخبرونهد ایران د باندنیو چارو وزیر له ملاحسن سره په کتنه کې...

د ایران د باندنیو چارو وزیر له ملاحسن سره په کتنه کې په افغانستان کې د امنیت پر ټینګېدو خوښي وښوده

تاند (یکشنبه، د سلواغې/ دلوې ۶ مه) د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي، چې د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته تللی، نن په ارګ کې د طالبانو له رييس الوزرا ملامحمدحسن اخوند سره ولیدل.

په دې کتنه کې ملاحسن اخوند د ایران او افغانستان ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراختیا غوښتنه وکړه.

د طالبانو تر کنټرول لاندې ارګ په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې د ایران د باندنیو چارو وزیر له ملاحسن سره په کتنه کې په دې خوښي ښکاره کړه چې په افغانستان کې له څلورو لسیزو وروسته امنیت ټینګ شوی دی.

عراقچي وویل چې د ایران امنیت او ثبات د افغانستان له امنیت او ثبات سره تړلی دی او په افغانستان کې وروستی انکشاف «موږ دې نتیجې ته رسولي یوو چې له اسلامي امارت سره خپلې همکارۍ لا زیاتې کړو.»

د ایران د باندنیو چارو وزیر د کډوالو او د اوبو مسلې هم یادې کړې خو ویې ویل چې دا مسلې باید د دوو هیوادونوترمنځ د همکارۍ سبب شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

خو تر دې څو ساعته مخکې د ایران د مهر نیمه دولتي خبري اژانس راپور ورکړی و چې عراقچي د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره د دوو هیوادونو پر اړیکو اونورو مسلو خبرې وکړې.

په دې کتنه کې امیرخان متقي د ایراني پلاوي هرکلی وکړ او ویې ویل: هیله لري چې دا کتنه د دواړو خواوو د اړیکو په لوړولو کې مرسته وکړي.

عراقچي هم وویل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي، تجارتي او سیاسي اړیکې په ښه کچه دي، او هیله لري چې په دې سفر کې به وکولای شي د دواړو لوریو د ملي ګټو لپاره اړیکې تر ممکنه حده پورې لوړې کړي.

دا له هغه وخته چې عراقچي د ایران د باندنیو چارو وزیر ګومارل شوی، افغانستان ته د ده لومړی سفر دی.

له ده سره د اقتصادي فعالانو یو ټیم هم په دې سفر کې ملګری دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب