زنگونسولېدنه (Knee-Arthrosis) معمولاً د هغه فشار نتیجه ده چې د عمر په تېرېدو سره پر زنگنو باندې راځي. د دې ناروغۍ معموله نښه د زنگانه دردونه دي چې علاج یې له درملو، حرکي تمرینونو او جراحي عملیاتو سره کېږي. په دې مقاله کې به د زنگونسولېدنې په اړه لومړی لنډ او وروسته مفصل معلومات ولولئ.
لنډ معلومات
- درملنه: د درد ضد له درملو سره د ناروغۍ د نښو درملنه، حرکي تمرینونه او آرتروسکوپیکه جراحي او په شدیدو پېښو کې د مفصل بدلول.
- نښې: د زنگانه دردونه چې په پوړیو کې د ختلو پر مهال پيدا او/ یا زیاتېږي، ورځ تر بلې پسې زیاتېدونکي دردونه، د رنگانه نه خوځېدنه، ناخوندي تگ، او په سړوخه کې زیاتېدونکي دردونه.
- سببونه او مساعدوونکي عاملونه: په عمر پورې تړلې سولېدنه، په سپورټ یا کار کې پر زنگنو باندې زیات یا ناسم زور راوستل، ناڅرگند عاملونه، او ثانوي آرتروز چې له ژوبلېدا یا نورو ناروغیو نه پیدا کېږي.
- تشخیص: د ناروغۍ تاریخچه، فیزیکي معاینه، اکسرې، سي ټي سکن او ام آر آی.
- تگلوری: د آرتروز پوره علاج نشته خو درمل او عملیات یې دردونه کمولی او د زنگانه حرکت سمولی شي.
- مخنیوی: په سپورټ او کار کې پر زنگنو باندې د غلط او زیات زور له راوړلو څخه ډډه کول، داسې چارې او تخنیکونه کارول چې بندونه ورسره هوسا وي، د زنگانه د ټپونو او د بندونو د ناروغیو سم علاج.
مفصل معلومات
د زنگانه آرتروز څه شی دی؟
د زنگانه آرتروز د زنگانه سولېدنې ته وايي یعنې د زنگانه غضروفونه ورستېږي او درزونه په کې پيدا کېږي. بیا نو د غضروف شاوخوا نسجونه مثلاً د زنگانه هډوکي او کپسول یا پوښ هم زیانمنېږي.
د دې ناروغۍ عمده علت د عمر د تېرېدو په وجه د مفصل سولېدنه او پر زنگانه ورځني فشارونه دي. د زنگانه وران جوړښت مثلاً O وزمه یا X وزمه لینگي یې بل علت دی. کله چې زنگنونه د ننه خوا ته کاږه وي، ورته X-Legs وايي یعنې لینگي د زنگنو په برخه کې سره ورغلي او پاس او کښته برخې یې سره لرې وي چې د X توري بڼه اخلي. د دې اپوټه کله چې زنگنونه بهر خوا ته کاږه وي، لینگي د O غوندې ښکاري. په دواړو حالتونو کې د زنگنو په یوې خوا کې فشار ډېر راځي او غضروف یې سولېږي. همدارنگه د زنگنو التهابي ناروغۍ مثلاً روماتویید ناروغۍ هم د زنگون سولېدو سبب کېدای شي.
د زنگانه مفصل له دریو هډوکو جوړ شوی: د ورانه هډوکی، د پونډۍ غټ هډوکی (Tibia) او د زنگانه سترگه یا ټیټکۍ (Patella). د دې هډوکو مفصلي سطحې په غضروف پوښل شوې دي. د دې غضروف دنده د مفصل د حرکتونو آسانول او د هډوکو د سولېدو مخنیوی ده. پر دې سربېره د ورانه او د پونډۍ د هډوکو تر منځ کوچني غضروفونه هم شته چې مینسک (Menisc) یې نوم دی.
د زنگانه په آرتروز کې دغه غضروفونه سولېږي درزونه په کې پیدا کېږي او تخریبېږي. بیا د وخت په تېرېدو سره د زنگانه نورې برخې هم خرابېږي. څنگه چې په لاندې انځور کې یې وینئ، دغه ناروغي د غضروف د سولېدو او تخریب د شدت او مقدار په حساب په دریو درجو ډلبندي کېږي: خفیف، متوسط او شدید.
پوښتنه دا ده چې دغه غضروفونه خرابېږي او ورستېږي ولې؟ خبره دا ده چې د بدن اکثره غړي د ځان د بېرته رغولو او بیاتولیدولو وړتیا لري. مثلاً هډوکی چې مات شي، بېرته ترمیمېږي او عضلات او پوستکي که ټپي شي، ځان بېرته رغوي. خو غضروف که تخریب شو، بېرته نه رغېږي. له بلې خوا دا چې غضروف د نورو نسجونو بر خلاف د وینې رسولو سیستم نه لري، نو سولېدو او خرابیدو ته ډېر جوړ دی. دا چې د درېدا او گرځېدا پر مهال د بدن ټول زور پر زنگانه راځي نو دغه مفصل ورستېدو ته ډېر زیات مساعد دی. که د چا وزن زیات وي او/ یا درانه کارونه کوي، تاوان یې زنگونونه پرې کوي.
د زنگانه د آرتروز ډولونه
آرتروز د زنگانه د مفصل یوه یا زیاتې برخې اخته کوي او په دې ډولونو وېشل کېږي:
- د یوې برخې اختهوالی: یا د ټیټکۍ او د ورانه هډوکي تر منځ برخه سولېږي او یا د ورانه او د پونډۍ د هډوکو تر منځ برخه.
- د دوو برخو اختهوالی: په دې ډول آرتروز کې د ورانه او د پونډۍ هډوکي دواړه اخته وي.
- د درېو برخو اختهوالی: دا د ټول زنگانه آرتروز هم بلل کېږي چې درې واړه هډوکي رانغاړي.
دغه ویش د زنگانه د عملیاتو لپاره مهم دي.
د زنگانه فعال آرتروز
سولېدلی مفصل آسانه گزک یا التهاب کوي. د غضروف ځینې برخې جلا کېږي او حجرې یې له منځه ځي. بیا په مفصلي مایع کې راټولېږي او التهابي حجرې راجذبوي. له دې سره له ساده آرتروز نه فعال آرتروز جوړېږي. بیا د زنگانه مفصل او شاوخوا نسجونه یې پړسېږي او خوږېږي. فعال آرتروز معمولاً له مناسبې درملنې سره بېرته غیر التهابي آرتروز باندې اوړي.
زنگون سولېدنه ځان څنگه راښيي؟
زنگونونه د عمر په تېرېدو سره خامخا سولېږي ځکه چې غضروفي مواد یې ورستېږي خو په چا کې ژر په چا کې وروسته. بیا نو یو وخت د ناروغۍ نښې نښانې څرگندېږي.
لومړي سر کې درد یوازې هله پیدا کېږي چې پر زنگنو باندې زور یا فشار راځي. دغه درد په تېره بیا هله چې پر زنگنو باندې غیرعادي فشار راشي، مثلاً بس ته د رسېدو لپاره لنډه تېزه منډه یا په لوړو پوړیو ختل. په دې حالت کې ناڅاپه درد پيدا کېږي.
وروسته بیا درد په عادي ورځنیو چارو کې هم چې پر زنگنو باندې فشار راوړي، پیدا کېږي. دغه درد سره له دې چې ځوروونکی وي خو ورځنۍ چارې چندانې نه اغېزمنوي. کله چې ناروغ له اوږدې ناستې یا ملاستې نه وروسته ولاړېږي، ښايي زنگونونه یې وخوږېږي. ناروغ چې یو څو قدمه وگرځي، درد یې بېرته ورکېږي خو که ډېره موده پر زنگونونو فشار راشي، درد بېرته راگرځي. پر دې سربېره، د پښې عضلات هم د ستړیا احساس کوي.
ناروغي یوازې د زنگانه بند نه اغېزمنوي، بلکې شاوخوا عضلات یې هم رانغاړي. د یوه نیم ناروغ زنگون پړسېږي. پر دې سربېره اخته زنگون شخ پاتې کېږي.
ناروغي چې وړاندې لاړه شي نو بیا په آرام حالت کې هم درد پیدا کېږي. په تېره بیا د شپې له مخې دردونه اخته کس ځوروي. په همدې وجه د ناروغ خوب خرابېږي.
د ناروغۍ په وروستیو پړاوونو کې بیا د زنگانه جوړښت هم بدلېږي. اخته زنگون یوازې محدود حرکتونه کولی شي. دغه د بڼې او جوړښت بدلونه د شخوالي سبب کېږي. همدارنگه د غضروف بېلې شوې ټوټې ښايي مفصلي فضا ته ورننوځي او ناڅاپه د حرکت خنډ شي.
ډېر سولېدلي مفصلونه کړچهار کوي. دا هله پېښېږي چې زنگون نور د پخوا غوندې آسانه او نرم نه خوځېږي. په دې حالت کې ناروغ د هډوکو د سولېدو نرم یا ځېږه غږونه اوري.
حرکت مه پرېږدئ
سره له دې چې په آرتروز کې ښايي د خوځېدو په وجه درد پیدا شي خو نه حرکت په دې نه دی ښه چې د تخریب بهیر لا چټکوي. مفصلونه یوازې د حرکت پر مهال ښویوونکې مایع چې سینوویال مایع بلل کېږي، تولیدوي. دغه مایع د مفصل سولېدنه راکموي او غضروف ته خوراکي توکي ور رسوي (پورته مو وویل چې غضروفونه د وینې په وسیله نه تغذیه کېږي). غوره هغه حرکتونه دي چې پر زنگانه فشار نه راوړي، مثلاً لامبو وهل، بایسکل ځغلول، جمناستیک او Nordic Walking یا د لکړو په مرسته پلی تگ.
د زنگانه د آرتروز شیوع
دا د تېر عمر ناروغي ده چې تر ۶۰ کلنۍ وروسته په ۲۷ تر ۹۰ فیصدو کسانو کې لیدل کېږي. د فیصدۍ دغه توپیر له دې راولاړېږي چې ناروغ شکایت هم لري، که یوازې په اکسري کې د ناروغۍ تغییرات لیدل کېږي. ښځې تر نرانو زیاتې په دې ناروغۍ اخته کېږي.
د زنگانه د آرتروز درملنه
ناروغانو ته ویل کېږي چې پر زنگونونو دې زیات فشار نه راوړي خو منظم دې یې وخوځوي. په ډېرو پېښو کې د زنگانه تکیه کوونکي وسایل (braces) چې تر یوه بریده زنگون آراموي، گټه کوي.
د مزمن آرتروز دردونو ته گرم ټکور ښه وي. حاد دردونه بیا په یخ ټکور کمېږي. که لازم وي، ډاکټر د درد درمل هم لیکي.
که د درد درمل گټه ونه کړي یا یې ناروغ زغملی نشي نو ډاکټر به په مفصل کې مثلاً هیالورونیک اسید پیچکاري کوي. اکثره وخت د کورتیزون پيچکارۍ هم گټه کوي، په تېره بیا هله چې التهاب یا گزک هم وي (د زنگانه فعال آرتروز).
د زنگانه د آرتروز لپاره حرکتونه او فیزیکي تمرینونه
د آرتروز د پرمختگ مخه په منظمو حرکتونو نیول کېدای شي. په دې حرکتونو د زنگانه عضلات پیاوړي کېږي، د زور او فشار زغمل ښه کېږي او د زنگانه غضروفونه تسکینېږي. لامبو وهل، بایسکل ځغلول او په مخصوصو وسایلو ورزشي حرکتونه گټور دي.
حرکتونه دې داسې نه وي چې اخته زنگون لا پسې خراب کړي. نو مشوره دا ده چې د تمرین په مهال دې زنگانه باندې څومره چې ممکن وي، هغومره کم فشار راشي. حرکتونه به په خپل سر نه انتخابوئ، بلکې د ډاکټر یا فیزیوتراپست په مشوره تمرین وکړي.
پر حرکي تمرینونو سربېره، ځینې نورې چارې هم شته چې د زنگنو دردونه کموي. مثلاً هغه عصبونه چې د زنگانه دردونه لېږدوي، بلاک کېږي. همدرانگه ځینې لېزري، الټراسونډي، مایکروویفي، او ضربهيي میتودونه هم د درد د کمولو لپاره کارول کېږي.
د زنگانه د بدلولو عملیات
د زنگانه د آرتروز په ډېرو پېښو کې د زنگانه د مفصل مینځل گټه کوي. پر دې سربېره، د غضروف ځیږه شوې برخې ښوی کېدلی شي. دا دواړه کارونه په آرتروسکوپي کېږي خو اغېزه یې جوته نه ده ثابته شوې.
د آرتروسکوپي عمیلې په بهیر کې ځینې نور پروسیجرونه هم کېدای شي، لکه: ډاکټر د غضروف زیانمن شوې او د مفصل بېلې شوې برخې را ایستلی شي.
د زنگانه بدلول
کله کله نه غیرجراحي درملنه او نه سموونکي عملیاتونه د آتروز درد ښه کوي. په دې حالت کې نو ډاکټر د ناروغ اخته زنگون بدلوي. د زنگانه د بدلولو دوه ډولونه دي: یوازې د اخته برخې بدلول او د ټول زنگانه بدلول. البته د زنگانه بدلول هم دوه ډوله کېږي: یا یوازې زیانمنه شوې برخه بدلېږي او د مفصل نورې برخې په خپل حال پاتې کېږي او یا ټول مفصل مکمل بدلېږي.
د زنگانه پوره بدلول په دغو حالتونو کې تجویزېږي:
- د ناروغ عمر تر ۶۵ کلونو زیات وي
- ټیټکۍ یا د زنگانه سترگه په آرتروز اخته وي
- د مفصل پوښ (کپسول) یا تړونکي وترونه هم زیانمن شوي وي
- زنگون تر ۱۰ درجې زیات کوږ وي
د افغانانو د ژوند بڼه او زنگونسولېدنه
زموږ په ژوندبڼه کې څو مهمې ستونزې دي چې زنگونسولېدنې ته لاره هواروي.
- پر نیالیو او د کوټې پر غولي کېناستل او څملاستل: له داسې ناستې یا ملاستې نه ولاړېدل، پر زنگنو باندې ډېر فشار راوړي. ښه به دا وي چې پر څوکۍ یا کټ کېنو چې جگېدل راته آسانه شي.
- د ناستې بڼه: موږ اکثره وخت یا پلتۍ وهو یا پر پوندو کېنو (د کندهار خلک معمولاً پر پوندو کېنې او زنگونونه سینې پورې جوخت نیسي). په دې دواړو حالتونو کې زنگونونه له حده زیات قاتېږي او فشار ورباندې راځي. کشران او ماشومان خو په ډېرو کورونو کې حق نه لري چې د مشرانو په حضور کې پښې وغځوي، ان که یې پښې وچې هم شي؛ باید یې پښې راټولې وي. دا ناسم دود زنگونونه خرابوي.
- په کار کې د بدن ناسم وضعیت: مثلاً: بزگران مو ساعتونه پر پوندو ناست وي، پوجي یا للون کوي. همدارنگه ټټار ټوله ورځ په ناسته کار کوي. زموږ مېرمنې په همدغسې ناسمه ناسته کې کالي مینځي چې ساعتونه دوام کوي، نغري یا تناره ته کېناستل، جارو کول، او ځینې نور چارې د بدن په خراب وضعیت کې کوي. له بلې خوا، څوک چې مجبور وي درانه پېټي جگ او/ یا انتقال کړي، د وزن د جگولو په تخنیک نه پوهېږي او زنگونونه زیانمنوي. پر دې سربېره کړۍ ورځ په ولاړه کار کول هم زنگانه باندې ډېر زور راولي.
- نه فعالیت: ځینې خلک کافي بدني فعالیت نه کوي، گرځي نه او ورزش نه کوي. څومره چې د پښو عضلات پياوړي وي، پر زنگانه باندې هغومره کم فشار راځي. نه فعالیت عضلات کمزوري کوي.