په انساني ټولنه کي اوسو، خو د انسانيت په ارمان يو.
نارې وهو، چي انسانان يو، خو هغسي اعمال مو وکړل/کوو، چي په ځنګله کي وحشي حيواناتو هم نه دي کړي. دعوې د اشرف المخلوقات کوو؛ مګر تر ډېرو مخلوقاتو مو اعمال ټيټ او پست دي.
څومره غټه بدمرغي او بدبختي ده، چي په انساني ټولنه کي انسان له انسانه ډارېږي!!!
انسان پر انسان بې باوره ده!!!
انسان، انسان ته کوهی کيني!!!
انسان د انسان په بربادۍ پسي را اخيستې ده!!!
هر چېري چي يو انسان مقتول وي، قاتل به ئې بل انسان وي.!!!
په ميلياردونو انسانانو کي هيڅ حيوان هم د انسان خوی او خاصيت وانخيست؛ مګر عجيبه داده، چي په يوه انسان کي بيا د ډېرو حيواناتو او ځناورو خوی او عادت پيدا کېږي.
استاد پسرلی وايي:
يو حيوان په ټول عالم کي سړی نشو
دا انسان دی، چي پخپله ځناور شي
همدغه بدبختي ده، چي ډېرو انسانانو د خپلو فرمايشاتو او خواهشاتو لپاره د نورو انسانانو پر سرونو، زړونو او ژوند لوبي کړي دي/کوي.
د نورو د بربادۍ او تباهۍ له تماشې او نندارې خوندونه اخلي او پرې چاغېږي.
انسانانو چي په خپل منځ کي له يو و بل سره کوم وحشتونه او ظلمونه کړي دي، په وحشي ځناورو کي ئې هم بېلګي نه پيدا کېږي.
په لومړۍ او دويمه نړيواله جګړه کي چي څومره انسانان ووژل شول، څومره بنديان شول، ورک شول، معيوب شول، ځاني او مالي تلفات ئې وليدل؛ حساب ئې ميلونونو ته رسېږي.
د دې دواړو جګړو پيل هم انسانانو وکړ او يو پر بل ئې خپلي جوړي کړي وسلې کارولې.
له انسانانو ئې د وسلو ازمويلو لابراتوارونه جوړ کړي وو.
پای د ژان پل سارتر دا خبره ثابتوي، چي
«انسان د انسان دوږخ دی.»