پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Homeخبرونهکرکټ بورډ د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د لوبو نېټې اعلان کړې

کرکټ بورډ د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د لوبو نېټې اعلان کړې

تاند (چهارشنبه د عقرب ۹مه) ‏د افغانستان کرکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، افغان ملي لوبډله به د روان کال په ‌ډسمبر میاشت کې د زمبابوې پر وړاندې نړیوالې شل اوریزې، یو ورځنۍ او ټېسټ لوبلړۍ ترسره کړي.

دا لوبې د زمبابوې په کوربتوب ترسره کېږي.

د خبرپاڼې پر بنسټ، دغه لوبلړۍ به د ډسمبر میاشتې له نهمې نېټې پیل او د ۲۰۲۵زیږدیز کال د جنورۍ میاشتې تر شپږمې نېټې به دوام وکړي.

په یاده بشپړه لوبلړۍ کې درې نړیوالې شل اوریزې، درې نړیوالې یو ورځنۍ او دوه ټېسټ لوبې شاملې دي چې شل اوریزې او یو ورځنۍ لوبې به د زمبابوې د هرارې سپورټس کلب او پاتې ټېسټ لوبې د کوینز سپورټس کلب بولاوایو کرکټ لوبغالو کې ترسره شي.

د دغې لوبلړۍ شل اوریزې نړیوالې لوبې به د روان کال د دسمبر میاشتې په نهمه، ۱۱مه او ۱۲مه نېټه او د نړیوالو یو ورځنیو سیالیو هغه د همدې میاشتې په ۱۵مه، ۱۷مه او ۱۹مه نېټه ترسره شي؛ په داسې حال کې چې ټېسټ لوبې به یې له مهالوېش سره سم د دسمبر له ۲۶مې تر ۳۰مې نېټې او دویمه ټېسټ لوبه د جنوري په دویمه نېټه پیل او د همدې میاشتې تر شپږمې نېټې پورې ترسره شي.

اوسمهال افغان ملي لوبډله د بنګله‌دېش پر وړاندې ۳ یو ورځنیو سیالیو ته د چمتووالي په موخه په شارجه کرېکټ لوبغالي کې خپل تمرینات پیل کړي دي.
د افغانستا او بنګله‌دېش ترمنځ درې یو ورځنۍ سیالۍ د روانې لړم/عقرب میاشتې په ۱۶مه نېټه پیلیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب