پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Homeخبرونهپه یوه ورځ ۲۶۸ کورنۍ هېواد ته راستانه کړل شوي

په یوه ورځ ۲۶۸ کورنۍ هېواد ته راستانه کړل شوي

تاند ( چهارشنبه د عقرب ۹مه) د طالبانو تر واک لاندې باختر آژانس پرون د عقرب په ۸مه هېواد ته د ۲۶۸ کورنیو د راستنېدو خبر ورکړی دی.

سرچینې لیکلي، چې د تورخم له لارې ۲۰، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۳۳، د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۷۷ او د هرات د اسلام کلا له لارې ۱۳۸ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.

سرچینه دغه راز زیاتوي چې ۲۴۷ راستنو شويو ته سيمکارتونه ويشل شوي، ۲۱ کورنۍ خپلو سيمو ته لېږدول شوې او سلګونو کورنيو ته مرستې وېشل شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو ‏د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني لوګر ولایت کې ٧٠ کورنیو ته د بشري مرستو د ویش پرمهال له له افغان کډوالو غوښتي، چې د کوربه هېوادونو اصولو او قوانینو ته درناوی وکړي او له داسې کړنو ځان وژغوري، چې له امله یې ټولو ‏کډوالو ته ستونزې جوړېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب