پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Home+د هارون حکیمي څلورمه شعري ټولګه، وزرماتي، چاپ سوه

د هارون حکیمي څلورمه شعري ټولګه، وزرماتي، چاپ سوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پخواني معین او پخواني ډیپلوماټ هارون حکیمي څلورمه شعري ټولګه، وزرماتي، د امریکایي خپرندوی بنسټ، لولو، لخوا خپره سوه چي لوستونکي یې د نړۍ په ډېرو هیوادونو کي ترلاسه کولای سي.
 پر دغه ټولګه په سریزه کي، نومیالی شاعر ،عبدالباري جهاني، د حکیمي د شعر لاره، د هغه کلمات او تصویرونه د حکیمي خپل ګڼي او د ښې شاعرۍ ځانګړنه یې بولي.
ښاغلي حکیمي پر دغه اثر په خپله لیکنه کي دا شاعري د تېري لسیزي پېښو او حالاتو ته خپل شاعرانه غبرګون ګڼي او وايي د نېټو پر اساس یې شعرونه مرتب کړی دي.
 په دې ټولګه کي حکیمي د خپل ژوند پر حوادثو او شاعرۍ هم مفصل لیکل کړیدي چي ښایي د لوستونکو ډېري پوښتني حل کړي.

دا اثر پر لاندي لینک پېرلای سئ.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب