سه شنبه, اکتوبر 15, 2024
Homeخبرونهد بښنې نړیوال سازمان پاکستاني حکومت ته؛ د روادارۍ کمیټې غړي خوشې...

د بښنې نړیوال سازمان پاکستاني حکومت ته؛ د روادارۍ کمیټې غړي خوشې کړئ

تاند ( سې شنبه د میزان ۲۴مه) د بښنې نړیوال سازمان یا ایمنسټي انټرنیشنل او د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون پر پاکستاني حکومت غږ کړی، چې په کراچۍ کې د روادارۍ کمېټې غړي خوشې او د هغوی پر ضد قضیې دې ختمې کړي.

یادو ادارو د اکتوبر پر ۱۴مه، په جلا جلا خبرپاڼو کې ویلي، چې د اکتوبر پر ۱۳مه، په کراچۍ کې د روادارۍ کمېټې سوله‌ ییزو فعالانو په سیند صوبه کې د سخت دریځۍ پر ضد لاریون کاوه، چې پولیسو ووهل او ګڼ یې ونیول.

د یادې کمیټې فعالان وایي چې پولیسو ورسره هغه وخت تاوتریخوالی وکړ کله، چې دوی د سخت دریځۍ پرضد لاریون پیلوه.

په لاریون کې غوښتنه کېدله، چې د ډاکټر شاهنواز په قتل کې لاس لرونکي کسان دي ونیول شي.

ډاکټر شاهنواز د مذهب سپکاوي په تور وژل شوی وو.

د کراچۍ پولیسو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې ښار کې پر غونډو او مظاهرو بندیز وو نو ځکه یې د روادارۍ کمېټې او د هغوی پر ضد راوتلو تحریک لبیک پاکستان ډلې د غړو پر ضد عمل وکړه.

پولیس وایي ډېری نیول شوي کسان خوشې شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب