Homeخبرونهاسلام اباد کې د شانګهای همکاریو سازمان غونډه نن پیل شوه

اسلام اباد کې د شانګهای همکاریو سازمان غونډه نن پیل شوه

تاند ( سې شنبه د میزان ۲۴مه) د شانګهای همکارۍ سازمان نړیواله غونډه د اکتوبر ۱۵مه په اسلام‌اباد کې پیل شوه.

د چین وزیراعظم په دې غونډه کې د ګډون لپاره اسلام‌اباد ته رسېدلی او د اکتوبر په ۱۴مه یې په اسلام‌اباد کې د ګوادر هوایي اډې پرانیسته وکړه.

چین په ګوادر کې لویه پانګونه کړې، خو په پاکستان کې پر چینایانو وروستي بریدونه د دې لامل شوي،چې د ګوادر پر ځای له اسلام‌اباد څخه د هوایي اډې پرانیسته وشوه.

د دې غونډې لپاره په اسلام‌اباد کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

ياده غونډه کې د امریکا د پخواني متحد چین په ګډون د ۷ هېوادونو صدراعظمانو او د هند د بهرنیو چارو وزیر برخه اخیستې.

دوی د سیمې پر امنیتي او سیاسي مسئلو او دغه راز سیمه‌ییزو همکاریو، سوداګرۍ او د شانګهای سازمان د غړو پر یووالي خبرې کوي.

غونډه داسې مهال پيل شوې چې، پرون دوشنبه په بنو کې د وسله‌والو مخالفینو په برید کې ۴ پولیس او ۵ برید کوونکي وژل شوي دي.

د بنو د برید مسوولیت پاکستاني طالبانو اخیستی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...