Homeخبرونهاقتصادي خبرونهچین د افغانستان پر سوداګري مالونو ګمرکي تعرفه معافوي

چین د افغانستان پر سوداګري مالونو ګمرکي تعرفه معافوي

تاند (چهارشنبه، د میزان ۲۵ مه) د چین د باندنیو چارو وزارت یوه چارواکي ویلي چې له راتلونکي کال څخه به چین ته د افغانستان پر صادراتو ګکرکي مالبه معاف شي.

په چین کې د افغانستان سفارت وايي، چې دا پرېکړه د چین لپاره د طالبانو د سفیر بلال کریمي او د چین د بهرنیو چارو وزارت د اسیايي برخې د رئیس لیو جین سونګ د کتنې په لو کې اعلان شوه.

د دې سفارت په وینا، ښاغلي سونګ ویلي چې د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ میاشت کې به، چې تر درې میاشتو کمه موده ورته پاتې ده، د افغانستان پر صادراتو ګمرکي تعرفه لغوه شي.

د چینایي چارواکي په وینا، دا معافیت به د ۴۰ نورو هیوادونو لپاره هم پلي شي.

طالبان وایي، په دې کتنه کې د کریمي او د چین د بهرنیو چارو وزارت د اسیايي برخې رئیس ترمنځ د طالبانو او بیجینګ ترمنځ د سیاسي اړیکو په پراختیا، دوه اړخیزې سوداګرۍ، اقتصادي ودې، او د ګاونډیو او سیمې له هیوادونو سره د تعامل په اړه خبرې شوې دي.

طالبان زیاتوي چې د چین د بهرنیو چارو وزارت چارواکي په دې لیدنه کې همدارنګه وویل چې چین په تدریجي ډول د واخان دهلیز د فعالولو لپاره چمتووالی نیسي، چې افغانستان او چین سره ونښلوي.

په دې لیدنه کې د منځنۍ اسیا د تېلو او ګاز د شرکت “ایم سي سي” پر هڅولو هم خبرې وشوې چې د آمو سیند د تېلو استخراج چټک کړي او د مس عینک د پروژې د پراختیا په اړه خبرې وشوې.

چین، که څه هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی، خو له دې ډلې سره تعامل لري. په تېرو درې کلونو کې، یو شمېر چینایي شرکتونو د افغانستان د کانونو د استخراج لپاره قراردادنه لاسلیک کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...