چهارشنبه, اکتوبر 16, 2024
Homeخبرونهد ایراني پوله ساتو له لوري د لسګونو افغان کډوالو پر وژلو...

د ایراني پوله ساتو له لوري د لسګونو افغان کډوالو پر وژلو غبرګون

تاند (چهارشنبه، د میزان ۲۵ مه) پر سلګونو افغان کډوالو د ایران د پوله ساتو ځواکونو په ډزو د لسګونو کسانو د وژل کېدو په اړه په ټولنیزو شبکو کې د ویډیوګانو له خپرېدو وروسته یو شمېر پخوانیو افغان چارواکو غبرګون ښودلی دی.

د ایران د بشري حقونو یوه جلاوطنه سازمان، حال وش هم پرون (سې شنبې) راپور ورکړ چې ایراني پوله ساتو د خپل هیواد د سیستان او بلوچستان ولایت په سراوان سیمه کې پر هغو سلګونو افغان کډوالو ډزې کړي چې غوښتل یې د ایران خاورې ته ننوځي.

حال وش د ویډیويي فایلونو، عکسونو او د شاهدانو په قول ویلي چې شاوخوا ۳۰۰ افغانانو غوښتل چې د ایران خاورې ته واوړي، ایراني پوله ساتو پرې ډزې کړي او د هغو له منځه یې له ۶۰ تر ۷۰ تنه وژلي او نور ټپیان کړي دي.

ایراني چارواکو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو حکومت هم تر دې دمه په دې پېښه غبرګون نه دی ښوولی خو د افغانستان پخواني لوی څارنوال محمد فرید حمیدي په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې د ایراني پوله ساتو له لوري د افغان کډوالو قصدي وژنه د بشریت پر ضد جنایت دی.

د افغانستان د پخوانۍ ملي اردو قوماندان جنرال سمیع سادات هم ویلي چې افغانان نن بې وسه دي خو یوه ورځ به بدل واخلي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي، له فلسطین او لبنان څخه د ایران ملاتړ ښه خبره ده خو د دغه هیواد د پوله ساتو له لوري پر افغانانو ډزې د غندنې وړ دي. ده همداراز ویلي چې ایران لسګونه افغان مسلمانان په بې رحمۍ وژلي دي.

«ایران په لسګونو افغانان مسلمانان په ډیر ظلم جبر سره شهیدان کړي دي. چې دا ظلم دی. له ډیرې مودې راهیسې داسې پیښې رامنځته کیږي باید مخنیوی یې وشي.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب