سه شنبه, اکتوبر 15, 2024
Homeخبرونهخلیلزاد د خیبر لویه جرګه د پښتنو د حقونو لپاره د...

خلیلزاد د خیبر لویه جرګه د پښتنو د حقونو لپاره د پام وړ ګام وباله

تاند (سې شنبه، د میزان ۲۴ مه) د افغانستان لپاره د امریکا پخواني استازي، زلمي خلیلزاد، د پښتون ژغورنې غورځنګ له لوري د خپلو حقونو د ترلاسه کولو په خاطر د لویې جرګې جوړېدا یو هیله بخښونکی ګام وباله.

زلمي خلیلزاد په “ایکس” کې ولیکل چې له څو کلونو وروسته، د پښتون ژغورنې غورځنګ ښه ورځې ولیدې او د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره د پاکستان د حکومت په مخالفت کې د جرګې جوړول د پام وړ ګام و.

هغه زیاته کړه، که څه هم د ارزونې لپاره لا وختي دی، خو هغو بریاوو ته په کتو چې دوی ترلاسه کړي، د پي ټي ایم مشرتابه هڅې د هیلو وړ دي.

خلیلزاد خبرداری ورکړ چې د پاکستان د حکومت، په ځانګړې توګه د پوځ د لوی درستیز جنرال عاصم غبرګون به د جرګې په اړه منفي وي.

خلیلزاد وویل، د پاکستاني چارواکو له احتمالي غلیمانه اقداماتو سره سره خپلو اهدافو ته په رسیدو کې د جرګې د تنظیموونکو وړتیاوې د اهمیت وړ دي.

خلیلزاد وړاندې ویلي: سره له دې چې د بې ثباتۍ او حتی نښتې احتمال نه شي ردولی. ده زیاته کړې، که څه هم پي ټي ایم د سوله‌ییزو لارو چارو هرکلی کوي، خو دوی د نورو انتخابونو لپاره هم تیاری نیسي.

د پښتنو د قومي عدالن درې ورځنۍ لویه جرګه د یکشنبې په ورځ په یوې اعلامیې پای ته ورسېده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر، منظور پښتین، د جرګې په پای کې په خپله وینا کې پر افغان طالبانو غږ وکړ چې د نجونو لپاره ښوونځي پرانیزي او یو ټولشموله حکومت جوړ کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب