سه شنبه, اکتوبر 15, 2024
Homeخبرونهټي ټي پي خپلو کسانو ته لارښوونه کړې چې پر پوځي او...

ټي ټي پي خپلو کسانو ته لارښوونه کړې چې پر پوځي او امنیتي هدفونو بریدونو ته زور ورکړي

تاند (سې شنبه، د میزان ۲۴ مه) ټي ټي پي یا د پاکستاني طالبانو تحریک له خپلو وسله والو وغوښتل چې د پاکستان د پوځ په مرکزونو او د ټولو امنیتي اورګانونو په پرسونل باندې بریدونو ته زور ورکړي.

د دې ډلې ویندوی محمد خراساني د خپل مشرتابۀ له خوا خپلو وسله والو ته لارښوونې په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړي دي.

دوی په دې خبرپاڼه کې د پاکستان پوځ او د نورو  امنیتي اورګانونو منسوبینو ته خبرداری ورکړی چې په دوو میاشتو کې دندې پرېږدي او که دا کار ونه کړي د وظیفې له مهاله پرته د رخصتۍ پرمهال به هم د دوی په نظامي اهدافو کې شامل شي.

دوی د امنیتي کسانو له خپلوانو غوښتي چې هم خپل کسان او هم نور وهڅوي چې په امنیتي ادارو کې کار ونه کړي.

ټي ټي پي په خیبر کې د پښتنو د قومي عدالت د لویې جرګې په مناسبت درې ورځې اوربند اعلان کړی و خو پرون یې اعلان وکړ چې اوربند یې پای ته رسیدلی او حملې یې له سره پیل کړي دي.

پاکسان تور پورې کوي چې د ټي ټي پي مشران په افغانستان کې دي او له هغه ځایه د ډیورند پورې خوا ته بریدونه تنظیموي خو د طالبانو حکومت د پاکستان دا تورونه ردوي او وايي چې پاکستان دې خپلې ستونزې په خپله خاوره کې حل کړي او یا دې له خپلو وسله والو مخالفانو سره خبرې وکړي.

پاکستان ټي ټي پي یوه ترهګره ډله بولي او وايي چې نور له هغو سره خبرې نه کوي.

پاکستان کابو درې کاله پخوا له ټي ټي پي سره د افغان طالبانو په منځګړتوب خبرې کړې وې خو بې نتیجې پای ته ورسیدې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب