په خيبر کې د بښتنو قومي عدالت په نوم د غونډې نوعيت، له ګڼو خنډونو، بريدونو، ګواښونو او ننګونو سره سره په لوړه کچه د خلکو ګډون، د ناستې نوښت او مديريت يقيناً د ولسونو هيلې او ولولې را وپنځولې. د دغې جرګې د دائرولو په په لاره کې له ستونځو سره د مبارزې په هکله د منظور له بېساري قيادت لاندې پښتنو د پياوړي ايمان، متين عزم او راسخې عقيدې د ټولې سيمې عنعنوي او د سياستوالو د ګټو په محور د راڅرخېدونکي سياست بڼه بدله کړه، نوى فکر يې مطرح کړ؛ د مبارزې لپاره يې نوې لارې وکارولې، په پښتنو کې يې نوې ساه واچوله او د سيمې سياست ته يې تازه رنګ ورکړ.
دا جدا او د بحث وړ خبره ده چې د پښتون قومي عدالت د جرګې پريکړه ليک عملاً د تطبیق وړ دى که نه دى، په پريکړو کې فکري ژوروالى، کره والى او هراړخيز توب شته که نشته، خو يقيناً د جرګې پريکړه د ولسونو غوښتنه ده. بله دا چې جرګه د پښتنو وياړلى دود، د ستونځو د حل يوازنۍ لاره او دغه غورځنګ لاهم منزل ته د رسيدو په لاره کې د کږليچونو او کنډوونه د شاته پريښودو په سفر کې خپل تکاملي پړاوونه وهي. مزل لا پاتې دى خو د منزل څرک لګيږي. ستونځې به وي خو موخو ته د رسيدو جرئت او پياوړي اراده هم شته.
د پاکستان د حکومت په تاوتريخوالي ولاړه ستراتیژی او وړتیا يې وننګوله. د پښتنو د ژغورنې غورځنګ مشرانو د پښتونخوا ويده ولسونه بيرته راويښ او منظم کړل، خپلو حقونو غوښتلو ته يې را پاڅول. ددغه قوم په رګونو کې بهيدونکې وينه يې په جوش راوسته، په ولس کې يې د ناهيلي ځوروونکى حالت په بېساري ډول له منځه يووړ او تر هر څه مهم دا چې په بېساري ډول يې د پښتنو په تړاو د عامه ذهنيت برعکس د پاکستان رياست ته د خپل سياسي ويښتابه پياوړى پيغام ورکړ.
له شک پرته په پاکستان کې داسې ډېر عوامل شتون لري چې محروم ولسونه ټولنيز غبرګون ښودلو ته مجبور وګڼل شي. د بيلګي په توګه له تيرو څو لسيزو راپدېخوا په پښتون مېشتو سيمو کې د ولسونو پخوانى دوديز قومي جوړښت له منځه وړل، په دغو سيمو کې افراطیت ته وده ورکول، سيمه ناامنه ساتل، په سيمې کې د جنګي ډلو ځاى په ځاى کول او له لويديځ څخه د امتيازاتو ترلاسه کولو لپاره د هغوى په وړاندې له مخکې څخه مهندسي شوي جنګي عمليات کول، د سرچينو غيرعادلانه وېش، بيکاري، د ترهګري په وړاندې د مبارزې په نوم د ملکي خلکو وژل، د هغوى املاک او سوداګريز مراکز نړول، د خلکو جبري غائب کيدل، په مرموزه توګه د مشرانو وژل او داسې نور ډېر لاملونه شته چې ولسونه عمومي پاڅون ته مجبور شي او وروستۍ جرګه د همدغه غبرګون پيلامه وه.
عجيبه دا وه چې په پاکستان او سيمه کې د روانو سياسي کړکېچونو، ګوندي تمائلاتو، سيمه ييزو حساسيتونو، د رياست لخوا تاوتريخوالي ته د هڅوونکو او پاروونکو کړنو سره سره له تاوتریخوالي څخه د ځانونو او غورځنګ ساتلو، د دومره زياته خلکو د احساساتو او جزباتو د مديريت په برخه کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ د مشرتابه تګلارې يقيناً حيرانوونکې او په سيمه کې د مثبت بدلون بېسارې نښې دي.
د رياستي ادارو لخوا د سياسي تړاوونو پربنسټ د بنديزونو، ځورونو، ننګونو، ګواښونو حتى د جرګې په ځاى کې په ناستو خلکو د ډزو او د څلورو ګډونوالو له وژلو سره سره د هغوى په چلن کړنو او څرګندونو کې د تاوتريخوالي د عنصر نه شاملول، له انتقامي سياست او پاروونکو څرګندونو څخه د مشرانو لخوا د واټن نيول کيدل د هغوى ژورليد او سياسي پوخوالى نندارې ته وړاندې کوي.
د پښتون ژغورنې د غورځنګ لخوا د خيبر په شاړه دښته کې د د ټولنې د هر قشر او فکر په کچه د دوو ورځو لپاره د لسګونو زره خلکو راټوليدل د سيمې په سياسي بهير داسې سپرکى پرانست چې تاريخ يې په خپله سينه کې ثبت نه لري. غورځنګ نه يوازې دا چې په ريښتوني ډول يې د پښتنو سره د تر سره شويو ظلمونو واقعي انځور د پاکستان نورو خلکو او نړيوالو ته وړاندې کړ، بلکې په خپله د خپل مشرتابه د غوراوي، د پښتنو په وينه باندې د تجارت، په تاوتریخوالي باندې له ولاړو سياستونو څخه د نفرت او په دغه قوم باندې د رياستي تېريو په وړاندې د زغم د ختميدو پيغام هم ورکړ.
د پښتنو د قومي عدالت ترعنوان لاندې جرګې ته د وينا په مهال د غورځنګ مشر منظور پښتين په تېرو څو لسیزو جګړو او فوځي عملياتو کې پښتنو ته د اوښتو زيانونو په هکله مستند معلومات وړاندې کړل او له ترهګري سره د مبارزې په په نوم د امريکا په مشري د ايتلاف جګړه يې د ځواکمنو هېوادونو ترمنځ رقابتونه، د پښتنو خاوره د جګړې ډګر او پښتانه يې په دغه جګړه کې د سون توکي وګڼل.
په اقتصادي امنیتي او سياسي ستونځو کې د ايسار پاکستان او له څو لسیزو راهیسې د پرديو يرغلونو او د واک په سر د کورنیو جګړو له امله د ستونځو په ګرداب کې نښتى هېواد افغانستان ژغورل د دواړو هېوادونو د ولسونو لپاره حياتي ازموينه ده. د افغانستان او پاکستان واکمنان د وخت غوښتنو او د خپلو ولسونو دردونو او آهونو ته په متوجه کيدو باید پوه شي چې د هغوى ستونځې دومره ساده نه دي څومره چې هغوى فکر کوي. په خلکو باندې د جبر او استبداد له لارې د خپل حاکميت منل په هيڅ ډول د حل لاره نه ده
په خيبر کې د پښتنو قومي عدالت غونډې وښودله چې د سمون او بدلون لپاره له جګړو پرته بديلې او متمدنې لارې هم شته. بنأً اوسنى افغان واکمنان باید د ولسي مشارکت له مخې، په واقعی توګه د ملي يووالي ممثل قانوني نظام رامنځته کولو لپاره همدا اوس لاس په کار شي، موجوده ناورين زېږونکي بن بست ته د پاى ټکى کېږدي او په ولس باندي تپل شوى وضعیت ته د پاى ټکى کېږدي.
البته د افسوس خبره داده چې پرديو يرغلونو او د خپلو ظلمونو د مشرانو دروغجنو وعدو، فساد چور غصب انډيوالي او خپلولي پاللو زموږ باورنه ووژل، زموږ کلتوري اړخونه يې وځپل، زموږ لومړيتوبونه يې بدل کړل، زموږ ملي غرور يې راته مات کړ، زموږ خپلې ارادې يې ونړولې. اوس د نجات لپاره خپل همت نه کاروو، په خپله د نوښت وړتیا مو سلب شوې ده، په خپل غولي د کيناستو دود مو له منځه تللى دى.
اوس څوک را باندي د توپک په زور د استبداد له لارې خپل حاکميت تحميلوي، څوک هم له د قوميت او ژبنيو تعصباتو د کارت په کارولو د استبداد په وړاندې جګړه د ستونځو حل ګڼي. د خپلو ستونځو د حل لپاره پرديو ته په تمه کيږي. په پرديو باندې په تکيه کولو باندي معتاد شوي يو. څوک د بشر حقونو او د ښځو د حقونو ترعنوان لاندې په خپل هيواد کې لرو پښتنو په څير د راټوليدو او په متمدن ډول د حرکت کولو پرځاى د امريکا او اروپا په دروازه کې د طالبانو د ماتولو لپاره کچکول په غاړه ناست دي او د مرستو په نوم خپل جيبونه ډکوي. البته واقعیت دادى په معاصر وخت کې په کور د ننه جګړه حل نه، بلکې نورې ستونځې زياتوي، پيچلتياوې رامنځته کوى او ډيرى وخت جګړه د مستبد او ظالم اړخ په ګټه تماميږي. د حقونو د غوښتلو لپاره متمدن حرکتونه او له تاوتریخوالي پرته مبارزه تر ټولو اسانه او ارزانه لاره ده.