تاند ( سې شنبه د میزان ۲۴مه) د طالبانو د حکومت د کابینې غونډه د رییس الوزرا ملامحمد حسن اخوند په مشرۍ جوړه شوه.
د طالبانو تر واک لاندې ارګ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دغه غونډه کې یوه پلاوي ته دنده سپارل شوې څو هېواد ته د بې کیفیته تېلو د واردولو مخنیوي په تړاو هر اړخیزه څېړنه وکړي او راپور یې د طالبانو د حکومت د کابینې غونډې ته وړاندې کړي.
په ورته مهال عام موټرچلوونکي بیا د بې کیفیته تیلو له امله ځورېږي او وایي، بې کیفیته تیلو یې وسایطو ته لوی زیان رسولی دی.
دغه راز خبرپاڼه کې راغلي چې د طالبانو کورنیو چارو وزارت پلاوي ته هم دنده سپارل شوې څو هېواد ته د رېکشو واردولو او په ښارونو کې یې د ګرځېدو طرحه جوړه او له کابینې سره دې یې شریکه کړي.
د ریکشو د ګرځېدو او وارداتو لپاره د طرحې خبر داسې مهال خپرېږي،چې د هېواد په یو شمیر لویو ښارونو کې د زیاتو ریکشاوو د شتون له امله خلک له ستونزو سره مخ دي او عام خلک یې د وارداتو د مخینوي غوښتنه کوي.