سه شنبه, اکتوبر 15, 2024
Homeخبرونهد شانګهای همکاریو سازمان غونډه نن په اسلام اباد کې پیلېږي

د شانګهای همکاریو سازمان غونډه نن په اسلام اباد کې پیلېږي

تاند (سې شنبه د میزان ۲۴) ټاکل شوې چې د شانګهای همکاریو سازمان غونډه نن د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې پيل شي.

د رسنیو راپورونه وایي، چې د دغې غونډې لپاره پراخ امنیتي تدابیر نیول شوي او حکومت درې ورځې رخصتي هم اعلان کړې ده.

دې غونډې ته تر اوسه د طالبانو حکومت نه دی بلل شوی او نه هم د طالبانو حکومت په دې اړه تر اوسه څه ویلي دي.

پاکستانۍ ورځپاڼې ایکسپریس ټریبیون پرون دوشنبه د ډیپلوماټیکو سرچینو له قوله راپور ورکړی وو، چې د طالبانو حکومت ته؛ ځکه بلنه نده ورکړ شوې، چې د شانګهای همکاریو ټولنې عمومي منشي دوی ته بلنه نه وه استولې.

پاکستاني رسنیو هم لیکلي، چې په شانګهای همکاریو ټولنه کې د افغانستان غړیتوب د ۲۰۲۱ ز کال د اګسټ پر ۱۵مه له هغې څو اوونۍ وروسته وځنډول شو، چې د طالبانو حکومت په کابل کې بیا واک تر لاسه کړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب