Homeخبرونهد تصویر پر خپرولو د بندیز له کبله ۲ تلویزیونونو خپرونې ودرولې

د تصویر پر خپرولو د بندیز له کبله ۲ تلویزیونونو خپرونې ودرولې

تاند(سې شنبه، د میزان ۲۴ مه) د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، د تصویر او ویډیو پر خپرولو د طالبانود امریالمعروف او نهي عن المنکر وزارت له بندیزه وروستهپه تخار ولایت کې دوو تلویزیوني چاینلونو خپرونې ودرولې.

د یوې سیمه‌ییزې سرچینې په وینا، د تخار ملي تلویزیون سیمه‌ییزې څانګې پرون وروسته له هغه خپل کار پای ته ورساوه او تړل شوې، چې د دې ولایت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر رئیس د دغه حکم اعلان وکړ.

دا نوي محدودیتونه د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په رسنیو او شخصي ازادیو باندې د پراخو بندیزونو یوه برخه ده. ورته بندیزونه په نورو ولایتونو لکه کندهار او میدان وردګ کې هم پلي شوي دي.

د راپورونو له مخې، دوه شخصي چاینلونه، ماه نور او ریحان، د خلکو د تصویر خپرول درولي دي.

د خبریالانو مدافع ټولنې په تصویري رسنیو کې د عکس او فلم پر خپرېدو پر بندیز اندېښنه ښکاره کړې ده.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان ملي راډیو تلویزیون (RTA) او یو شمېر شخصي تلویزیوني چاینلونو ته امر شوی چې دې بندیز ته غاړه کېږدي.

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د طالبانو د امربالمعروف وزارت پرون (دوشنبې) هغه قانون نافذ کړ چې پر اساس یې رسنۍ د ټولو ژوندي سارو د تصویر له خپرولو منع کېږي.

له موضوع خبرو ژورنالیستانو ویلي چې د امریالمعروف وزارت غواړي چې خپل دا قانون په تدریج عملي کړي.

1 COMMENT

  1. قندهاري او ازبیک طالبان یو شان فکر لري، د قندهاري طالبانو په دین کې لواطت روا دی خو د نجونو تعلیم ناروا دی، اوزبیک طالبانو حتی د خلکو منکوحه ښځې په زور یوړې او نکاح یې پرې وتړلې.
    په صدر اسلام کې هم دداسې مظالمو ګڼ شمېر نمونې شته دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...