سه شنبه, اکتوبر 15, 2024
Homeخبرونهد بلوچ بېلتون غوښتونکو په برید کې ۵ پاکستاني پوځیانو ته مرګ...

د بلوچ بېلتون غوښتونکو په برید کې ۵ پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله واوښته

تاند (سې شنبه، د میزان ۲۴ مه) د بلوچستان د ازادۍ پوځ (BLA) په تربت کې د یوې چاودنې په ترڅ کې د پاکستان د پوځ دوه عسکر وژلي دي.

د بلوچستان د ازادۍ پوځ جنګیالیو د کیچ په تربت سیمه کې د پاکستاني پوځ د نقلیه وسایطو د کاروان په لاره کې له لیرې په کنټرولېدونکي بم برید وکړ.

د بلوچستان د ازادۍ پوځ له ادعا سره سم، په دې برید کې دوه پوځیان ځای وژل شوي، او لږ تر لږه درې نور ټپیان شوي دي.

تر چاودنې وروسته، د پاکستان پوځ د پېښې ځای محاصره کړ او هڅه یې وکړه چې مرګ ژوبلې پټې کړي.

د بلوچستان د ازادۍ پوځ وايي، د دې برید پړه پر غاړه اخلي او په کلکه وایي چې د دوی عملیات به تر هغه وخته دوام لري چې د پاکستان پوځ له بلوچستان څخه په بشپړ ډول وځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب