سه شنبه, اکتوبر 15, 2024
Home+د خیبر د عدالت غوښتنې جرګه؛ پرېکړو او ننګونو ته کتنه

د خیبر د عدالت غوښتنې جرګه؛ پرېکړو او ننګونو ته کتنه

شاه محمود میاخیل

په تیرو پنځو لسیزو کې د ترهګرو افراطي ډلو او د هغوي د حامیانو، په ځانګړې توګه د پاکستان د استبلیشمنټ له خوا د لر او بر افغانانو په سیمو کې په لکونو افغانان/پښتانه “شهیدان” شوي، زخمیان شوي، لادرکه شوي،‌ د ولسونو شخصي او ملي شتمني لوټ شوې دي.

په لکونو کورنۍ له خپلو کلیو او کورونو بیځایه شوي او دا لړۍ لا ختمه نه ده او د ډیرو نورو احتمالي نیابتي جګړو لپاره شرایط برابر شوي دي. په دغو جګړو کې داسې کور نشته چې د بریدنو قرباني شوي نه وي، خو له دې جګړو یوازې د پاکستان پوځي جنرالانو ګټه تر لاسه کړې ده. په دغو سیمو کې به چې هر چا د پوځ د ظلمونو پر وړاندې اواز پورته کاوه، هغوی تهدیدیدل، لا پته کیدل او وژل کیدل.

د ولسونو حوصله نوره ختمه شوې وه. په ۲۰۱۴ز کال کې د دیره غازي خان په پوهنتون کې د منظور پشتین په مشرۍ، د محصلینو د یوې اته کسیزې ډلې له خوا د مسیدو د تخفظ حرکت په نوم، یو حرکت رامنځته شو. دا حرکت په ۲۰۱۸زکال کې د پښتون تحفظ حرکت یا پي ټي ایم په نوم یاد شو. د حرکت غوښتنې د ولس غوښتنې وې چې د دوی په سیمو کې د پوځیانو له خوا د جوړ شویو جنګونو مخه ونیول شي، دوی په خپلو کورونو کې په ارامه ژوند وکړي او هغه ډلې او ادارې چې پر دوی یې ظلمونه روا بللي، د دوی له سیمو ووځي او دوی پریږدي چې خپل عاي ژوند ته دوام ورکړي.

د حرکت پر وړاندې بې شمیره محلي، سیاسي او حکومتي چیلنجونه موجود وو، خو د دغه حرکت متعهدو غړو خپل حرکت ته دوام ورکړ او دا حرکت ورځ‌ تر بلې تقویه کیده. د پي ټي اېم غړو او مشرانو په خپلو ناستو او غونډو کې په خپلو سیمو کې د پاکستان د استبلیشمنټ ظلمونه، جنایتونه او غیر انساني رویه خپلو خلکو، لر او بر افغانانو، د پاکستان د نورو ایالتونو خلکو او نړۍ والو ته ښودله چې دوی په پاکستان کې هیڅ ډول انساني حقوق حتی د پاکستان د قانون په چوکاټ کې هم نه لري.

دا حرکت د ولسي او انقلابي شاعرانو، لیکوالانو، ولسونو د مشرانو، علماوو او یو شمیر سیاسیونو له خوا حمایه کیده او د نړۍ په هر هېواد کې چې افغانان او پښتانه اوسیدل، یوزیات شمیر کسانو د دغه حرکت ملاتړ ته اوږه ورکړله او باالاخره دا حرکت په قوي ولسي حرکت بدل او دا یې نړېوالو او حتی پاکستانیانو ته وښوده چې د دوی په سیمه کې او هم د پاکستان په نورو ایالتونو کې د ټولو ستونزو او ترهګرۍ تر شا د پاکستان پوځ دی. همداشان لر او بر یو افغان دی او په هره جلسه کې د افغانستان بیرغونه رپیدل چې دا د پاکستان د استبلیشمینټ لپاره د زغملو نه و.

د پي ټي ایم د اردو ژبې دې شعار ( یه جو دهشت ګردی هی اسکی پيچهی وردی هی) ولسونه رابیدار کړل. د پاکستان د پوځ پر وړاندې داسې شعار ورکول اسانه کار نه و.

د دغه حرکت انقلابي شاعر، ګیله من وزیر د لر او بر افغان د داعیې او هم د افغانستان د ملي بیرغ په خپرولو کې خاص رول درلود. په خاصه مینه او جذبه یې خپل شعرونه د ولس د بیدارۍ لپاره زمزمه کول. کله چې د پاکستان استبلیشمینټ د ۲۰۲۴زکال د جولای په میاشت کې ګیله من وزیر د یوې دسیسې په ترڅ کې په اسلام اباد کې زخمي کړ او وروسته د زخمو له وجهې شهید شو، په لر او بر افغانانو کې د هغه له شهادت وروسته یوه نوې جذبه رامنځته شوه او د هغه د مظلومیت اواز افغانانو په لر او بر افغانستان او همداشان د نړۍ په ګوټ ګوټ کې چې چیرته افغانان/پښتانه اوسیدل،‌ اوچت کړ.

د ګیله من شهید د جنازې په مراسمو کې په لس ګونو زره کسانو برخه واخسته او هلته د پي ټي اېم مشر د پښتنو د قومي عدالت غوښتنې جرګې اعلان وکړ چې د اکتوبر په یوولسمه نیټه به جوړیږي. منظور پشتین له خلکو نه مهلت وغوښت چې دوی ته وخت ورکړې څو د پښتونخوا له ټولو سیمو د شواهدو په بنیاد احصاییه راټوله کړي چې څومره کسان وژل شوي، لادرکه شوي، معیوب شوي؛ څومره د دوی کورونه او کلي وران شوي او څومره د دوی شتمني لوټ شوې او غصب شوې ده.

منظور پشتین په تیرو تقریبا دریو میاشتو کې د خیبر پښتونخوا په قومونو او سیمو وګرځیده او د پښتنو قومي مشران، علماء، سیاسي او مدني ډلې یې ټول دې جرګې ته دعوت کړل چې په شریکه د خپلو حقونو د لاسته راوړلو او د ظلمونو د مخنیوي لپاره پریکړې وکړي. د جرګې د اعلان نه نیولې او د جرګې د دایریدو تر ورځې پورې ډیرو فرصت طلبو او هم د جرګې دولتي ‌او غیر دولتي مخالفینو په لر او بر سیمو کې د جرګې د جوړیدو مخالفت کاوه او د دې جرګې دایریدلو ته یې د شک په سترګه کتل.

د پي ټي ایم مشرانو د جرګې لپاره د خیبر سیمه وټاکله او د خیبر د کوکي خیلو مشرانو خپله میړانه ښکاره کړه او د جرګې لپاره یې د ځای بندو بست وکړ. د نړۍ په کچه د افغانانو او پښتنو په ولسي حمایت او مرستو، د جرګې د جوړیدو لپاره لازمو امکاناتو او سهولتونو د تیارولو لړۍ پيل شوه. د پاکستان استبلیشمنټ اول فکر کاوه چې دغه جرګه به ونه شي او نه به ورته خلک ورشي خو کله چې یې د خلکو جذبه ولیده نو بیا یې کوښښ پیل کړ چې د جرګې د جوړیدو مخه په زور ونیسي. کله چې د تهدید په وسیله، د پي ټي ایم مشر او غړي له خپل تعهد نه پر شا نه شول، د پاکستان پوځ او صوبایي پولیسو د جرګې پر ځای څو ځله یرغل وکړ او د دوی خیمې یې وسوځولې او ددوی ډیر سامان یې یووړ. د پاکستان پوځ او پولیسو بیا هم د ولسونو د جذباتو مخه ونه نیولی شوه او د جرګې په منتظمینو باندې یې ګولۍ وچلولې او د اخ و ډب په پایله کې د جرګې څلور کسه منتظمین شهیدان او ۱۲ کسه نور زخمیان شول، خو هم د جرګې پلویانو او هم د سیمې خلکو د کوتکونو، لیندو او تیږو په زور د پاکستان پوځ او پولیس دې ته مجبوره کړل چې پرشا شي.

د پاکستان پوځ او پولیسو چې د زور له لارې ونشو کړی چې د جرګې مخه ونیسي، د جرګې خلکو ته یې ګواښ وکړ چې که څوک دې جرګې ته ورشي نو د هغوي شناختي کارټونه او پاسپورتونه به کنسل (لغو) کړي او د پي ټي ایم د تحریک فعالیت باندې یې د ترهګرۍ د قانون پر اساس بندیز ولګاوه. بیا هم د پاکستان پوځ په خپل پلان کې کامیاب نشو او د جرګې د جوړیدو لپاره تیارې وشو.

د پاکستان د پوځ او استبلیشمینټ اخري هڅه دا وه چې د خپلو ځینو پلویانو او سیاسي ډلو په وسیله کوښښ وکړي چې جرګه له داخل نه سبوتاژ کړي خو بیا هم د هغوی وسه ونه شوه چې د محتوا په لحاظ او هم د مدیریت په لحاظ جرګه سبوتاژ او یا څه ستونزه ورته جوړه کړي.

د پیښور اعلی وزیرمجبور شو چې د جرګې نه حمایت وکړي او اجازه ورکړي چې جرګه په سوله ییز ډول تر سره شي او هغه اسباب او وسایل چې یې د دوی نه وړي وو، هغه یې هم بیرته ورکړل او په ضمن کې یې یو څه نورې اضافه خیمې هم ورکړې.

د پاکستان د حکومت وروستنې فشار دا و، کومه احصاییه چې پي ټي ایم راټوله کړې ده، هغه په سکرینونو ولسونو او دنیا ته نشر نه شي؛ د لر او بر افغان کلمه یاده نه کړي او د جرګې مشري باید د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر وکړي. که هغه دا مشري کړې وای نو دا خو ولسي جرګه نه شوه کیدای بلکې دا حکومتي جرګه کېده. دا د جرګې د ناکامولو لپاره بله هڅه وه خو څه نتیجه یې ورنه کړه او جرګه په قومي شکل د پي ټي ایم په کوربه توب او مدیریت د اکتوبر په یوولسمه نیټه دایره شوله. د پي ټي ایم مشر منظور پشتین او ملګرې یې یو انچ هم له خپلو تعهداتو نه چې له ولسونو سره یې کړي وو، په شا نشول. که انګیزه او دردونه نه وای نو د یو نیم میلیون کسانو راټولیدل څه اسانه کار نه دی.

په دې خاطر د جرګې دایریدل د پي ټي ایم او د لر او بر افغانانو او پښتنو لپاره پخپله یوه لویه لاسته راوړنه وه.

د جرګې مدیریت

د بیلابیلو احصاییو له مخې په جرګه کې تقریبا یومیلیون او څلورسوه زره کسانو برخه درلوده. د جرګې ګډون کوونکي د بلوچستان او خیبر پښتونخوا د ۸۲ ولسوالیو نه راغلي وو. په دغو کسانو کې ښځې، قومي او سیاسي مشران، ځوانان او علماء شامل وو. د تقریبا یو نیم میلیونه کسانو بندوبست د درې څلورو ورځو لپاره په داسې حال کې چې د جرګې د دایریدو مخه په رواني او فزیکي لحاظ په دوامداره توګه نیول کیده، څه اسانه کار نه و. هغه کسان چې د غونډو له جوړیدو سره بلد دي، هغوي پوهیږي چې د زر دوه زره کسانو مدیریت اسانه نه دی خو د یو نیم میلیون کسانو مدیریت د جرګې نهایت مشکل کار دی. د جرګې دایریدلو وښوده چې په مدیریتي لحاظ د پي ټي ایم حرکت د دې ظرفیت لري چې هم خپل ولس ته انګیزه ورکړي او هم د داسې لویو غونډو مدیریت وکړي. په داسې غونډو کې ډیرې امنیتي پېښې او خپګانونه رامنځته کیږي او د بحثونو اصلي مسیر له خپل اصلي هدف نه بلې خوا ته بیول کیږي. زما په اند، د پي ټي ایم د مدیریت لپاره دا لومړنی لوی امتحان و چې دوی ترې کامیابه ووتل.

په لره پښتونخوا کې د جګړو انځوریز ارقام او شواهد

د جرګې لومړی مهم کار دا و چې راټوله شوې احصاییه د سکرینو په وسیله د جرګې غړو او دنیاوالو ته وښایي او شریکه کړي چې په تیرو دوه لسیزو کې څومره افغانان/پښتانه د بلوچستان او خیبر پښتونخوا په سیمو کې د نبایتي جګړو قرباني شوي او دوی ته څه ډول تاوان رسیدلې دی. دا لومړی ځل دی چې په دومره لویه کچه احصائیه راټوله شوه. که څه هم د دې احصایې د راټولولو په وړاندې د پي ټي ایم د ټیمونو مخه نیول کیده خو بیا هم یوه برخه احصائیه راټوله شوه او د دې احصاییې نشرول پخپله یوه لویه لاسته راوړنه وه چې پي ټي ایم لومړی خپلو ولسونو ته او بیا دنیاوالو ته وښوده چې د دوی په سیمو څه ډول ظلمونه شوي.

د ۲۰۰۲-۲۰۰۴ ز کال پورې د پي ټي ایم د احصاییې ارقام په لاندې ډول وو:

  • د لرې پښتونخوا په سیمه کې ۷۶ زره ۵۸۴ کسه شیهدان شوي، اووه زره ۵۳۸ کسه زخمیان شوي او ۶۷۰۰ کسه تري تم شویدي. په دغو وژل شویو کسانو کې د ۱۷ سوه نه زیات قومي مشران شامل دي.
  • د لرې پښتونخوا په سیمو کې د پاکستان پوځ نږدې لس زره بمونه (۹۲۳۷) غورځولي چې په دغو حملو کې زر جوماتونه او مدرسې ورانې شوې دي.
  • د لرې پښتونخوا په سیمه کې اوه زره او ۵۳۷ تنه معلول او معیوب شوي او دوه زره دیني عالمان شهیدان شویدي.
  • زر جوماتونه وران شوي او دوه سوه چاودنې یوازې په جوماتونو کې شویدي.
  • په سوات کې یویشت کسه پښتانه په یوه ورځ ذبح شوي دي.
  • د پاکستان حکومت دوه لکه او ۲۱ زره پښتنو شناختي کارډونه بلاک کړي دي.
  • اووه ویشت زره میرمنې کونډې شوې او هر درېیم نفر ذهني ناروغ دی.
  • د پاکستان پوځیانو له عام ولس نه یو میلیون جریبه ځمکه قبضه کړې ده. له کویټې نه تر سوات پورې ۳۷۰ زره کورونه وران شوي دي. یوازې په جنوبي وزیرستان کې ۱۵۰ زره کورونه بمبارد شوي او ګڼ کورونه په مطلقه توګه له منځه تللي‌ دي.
  • دوه میلیونه او ۳۰۰ زره کسان له خپلو کلیو او کورونو بيځایه شویدي.
  • د پولیو ۲۱۳ کارکوونکي وژل شویدي.
  • د پاکستان پوځ دیارلس پوځي عملیات په لره پښتونخوا کې تر سره کړي دي.

د خیبر جرګې له مالي او ځاني تاوانونو وروسته د دغې سیمې د اقتصادي وضعیت، د ملي شتمنیو د چور او لوټ په هکله هم پوره تفصلیي راپور وړاندې کړ چې په هغه باندې جدا بحث کیدلی شي. که پوره احصائیه نوره هم په منظمه توګه راټوله شي نو د تلفاتو او تاوانونو کچه له دې نه زیاته ده او د افغانستان ارقام او احصاییه د جنګونو په دغه احصاییه کې شامله نه ده. که د دغو ټولو تلفاتو او زیانونو Socio-economic ارزونه وشي چې څومره دا سیمه په تیرو دوه لسیزو او یا پنځو لسیزو کې وروسته پاتې شوې او څومره کسان د فقر او نورو ناروغیو له امله مړه شوي او د دې تاوانونو بار په کورنیو او سیمه باندې څه دی او څومره دا سیمه وروسته پاتې شوه، هغه جدا بحث دی چې ارزونه یې بیلیونونو ډالرو تاوان ته رسیږي.

د خیبر د عدالت غوښتنې جرګې د پریکړو نچوړ

د دومره لوی ناورین او د جرګې د دایریدو له ستونزو سره د خیبر جرګې پریکړې وکړې چې په لنډ او اوږدمهال کې د دغې سیمې په راتلونکي اغیز لري. دا پریکړې په ۲۸ مادو کې ځای په ځای شوې چې لنډیز یې دلته را اخلم:

  1. دا چې د پاکستان پوځ د ترهګرو په نوم عملیات کوي او ترهګر د پاکستان د پوځ په نوم جګړې کوي خو په منځ کې د دې سیمې اوسیدونکي قرباني ورکوي او له دواړو خواوو نه ولسي کسان وژل کیږي او هغوی ته تاوانونه رسیږي نو ترهګرې ډلې د طالبانو، داعش او نورې ډلې د پاکستان د پوځ په شمول د دوی له سیمو نه باید په دوه میاشتو کې وووځي. ولس په خپل منځ کې مشکل نه لري او د دغو پرېکړو د تطبیق لپاره به له هرې ولسوالۍ نه درې زره کسان راټولوي‌ چې تعداد تقریبا ۲۴۰ زرو تنو رسیږي، ولسي غیر مسلح پوځ به جوړوي چې خپل امنیت په سیمو کې وساتي.
  2. هغه کسان چې لا درکه دي، د هغوي لپاره به استازي او حقوق پوهان وګومارل شي او د نړۍ د عدالت په محکمه کې به پرې دوسیه ثبت شي او د دې لا درکه کسانو پوښتنه به وشي.
  3. پر ډیورند کرښې باید له ۱۸۹۳ نه تر ۲۰۱۰ز کلونو په څېر تګ او راتګ له ویزې او پاسپورټ پرته وي. که د پاکستان حکومت اجازه ورنه کړي نو د تګ او راتګ په دغو سیمو کې به د پاکستان د حکومت ټولې ادارې وباسي.
  4. د پښتنو ټول سیاسي‌ بندیان باید بې له قیده او شرطه خلاص شي لکه علي وزیر او نور. پوځي محکمې به لغو کیږي او پښتانه به په یو او بل نوم نه ځورول کیږي.
  5. د پښتنو له محصلانو او کارګرو سره به په پنجاب او نورو سیمو کې د مور میرې چلند نه کیږي او هغوي به نه ځورول کیږي.
  6. د پښتنو په منځ کې به د شخړو د حل لپاره جرګې جوړوي او هغه ناروا دودونه لکه په بدو کې د نجونو ور کولو مخه به نیسي.
  7. د برېښنا بیل به د یو کیلواټ په سر یوازې پنځه پاکستانۍ روپۍ ورکوي ځکه اوس دا بیه شپیته کلدارې ده. همداسې هغه کانونه او نور وسایل چې ولس ته یې ګټه نه رسیږي د هغو د سپړنې او وړلو مخه به نیسي.
  8. افغانستان کې له واکمنو طالبانو یې وغوښتل چې د نجونو پر زده کړو بندیز لرې کړي او اجازه ورکړي چې هغوي زده کړې وکړي.
  9. د لرې پښتونخوا په سیمو کې هم باید د‌ ښځو تعلیم لپاره زمینه زیاته مساعده شي او له قبایلي سیمو سره چې د کومو مرستو ژمنه شوې، هغه باید تر سره شي.
  10. همداشان په جرګه کې د ګډون له امله به هیچا ته زیان نه رسیږي.

د پریکړو له اعلان وروسته منظور پشتین وویل چې د هرې ولسوالۍ استازو په خپل منځ کې لوړه او تعهد کړی چې دا پریکړې به عملي کوي او دا دی له تاسي سره هم علني ژمنه او لوړه کوم چې دا پریکړې به عملي کوم او د ولس په سر به له چا سره سودا نه کوي.

همداشان د جرګې له ګډون کوونکو نه یې هم دا تعهد واخیست چې د دې پریکړو په پلويتوب کې به یې ملاتړ کوي.

د جرګې د پریکړو تحلیل

د جرګې دایریدل له ټولو ستونزو سره یوه لویه لاسته راوړنه وه چې تقریبا یو نیم میلیون پښتانه په یوه ټغر سره راټول شول. د جرګې مدیریت په ښه توګه وشو او د جرګې په دننه کې کومه ګډوډي رامنځته نه شوه. د لومړي ځل لپاره په انځوریز ډول په لره پښتونخوا کې د تیرو شلونو کلونو د جګړو مستند معلومات او شواهد وړاندې شول چې د دغو سیمو اوسیدونکو په تیرو دوه لسیزو کې څومره قرباني ورکړې، څه ظلمونه په دوی شوي او دوی ته څومره اقتصادي تاوان رسیدلی.

د دغو معلوماتو په وړاندې کولو سره، ولسونو او دنیاوالو ته دا ثابته شوه چې افغانان/پښتانه ترهګر او افراطیان نه دي او نه د افراطیت او ترهګرۍ ملاتړ کوي بلکې افغانان/پښتانه د افراطیت او ترهګرۍ قرباینان دي. هغوی چې د ترهګرۍ په نوم د ډالرو د ګټلو لپاره په دې سیمه کې ترهګري او بنسټپالنه تقویه کوي، باید مخه یې ونیول شي.

بله مهمه مساله دا وه چې د ډیورند فرضي کرښه چې د افغانستان یوه حکومت هم په رسمیت نه ده پیژندلې، د پښتنو اکثریت ولسي استازو چې له یونیم ملیون زیات کسان وو، هم په رسمیت ونه پیژندله او دا په حقیقت کې د پښتنو ریفرنډم و چې دا کرښه په رسمیت نه پیژني او نه د دې سیمې ولسونه په اغزنو تارونو او یا نورو نیرنګونو او حیلو باندې جدا کولی شي.

د لرې پښتونخوا ولسونو دا وښوده، چې دوی د عدم تشدد پلویان دي؛ په خپلو سیمو کې د ښځو او نارینه وو د تعلیم او ژوند اساسي انساني حقوق په سوله ییزه فضا کې غواړي او د خپلو حقوقو د اخستلو لپاره به مبارزه کوي او قرباني ورکوي چې دا د یوه ملت په توګه لویه لاستته راوړنه ده.

د پریکړو د پلیتابه پر وړاندې ننګونې

لکه څنګه چې د جرګې د جوړیدو پر وړاندې او همداشان د پي ټي ایم د جوړیدو او ملاتړ پر وړاندې ډیرې ستونزې وې، همداشان د دې جرګې د پریکړو د عملي‌ کولو پر وړاندې هم ستونزې شته دي.

د پاکستان اسپتلیشمینت او پوځیان او همداشان د دوی نیابتي ډلې که په لر کې دي او که بر افغانستان کې دي، خامخا به کوښښ کوي چې دا پریکړې عملي نه شي او د دې پریکړو د عملي کولو لپاره به له هر ډول دسیسو، زور او فشار نه کار اخلي. خو لکه څنګه چې ثابته شوه، د هر ډول زور، فشار، وژنو او دهشت تر څنګ د پي ټي ایم حرکت ضعیف نه شو بلکې نور هم تقویه شو، همداشان د دغو پریکړو په وړاندې به سازشونه هم ناکامه کیږي. که دا پریکړې عملي نه شي، بل ځل به افغانان/پښتانه له دې نه هم سختې پریکړې کوي او د خپلې سیمې د پوره خود مختارۍ اعلان به کوي او خپله پوره سیاسي او اقتصادي ازادي به اخلي.

د خیبر د عدالت غوښتنې جرګه د دې لړۍ یو پیل دی نه انجام.

شاه محمود میاخیل

د ننګرهار پخوانی والي او جمهوري غوښتونکو د خوځښت د سیاسي چارو مسوول

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب