پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهطالبانو یو شمېر هیوادونو ته ویلي چې سفارتونه یې د افغانستان استازیتوب...

طالبانو یو شمېر هیوادونو ته ویلي چې سفارتونه یې د افغانستان استازیتوب نه کوي

تاند (دوشنبه، د اسد ۲۹ مه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت څو بهرنیو حکومتونو ته په استولي لیک کې ویلي چې د افغانستان د سفارتونو فعالیتونه چې اوس هم د پخواني جمهوریت د هغو ډیپلوماتانو له خوا اداره کیږي چې له طالبانو سره اړیکې نه لري، لغوه ګڼل کېږي.

د ډیپلوماتیکو سرچینو په وینا د طالبانو د باندنیو چارو وزارت ډیر دا ډول لیکونه لوېدیځو هیوادونو ته استولي دي. په دغو هیوادونو کې د افغانستان سفارتونو ته په غیر رسمي ډول د لیک د ورسیدو خبر ورکړل شوی خو تراوسه کوم هیواد د افغان سفارتونو د فعالیت د مخنیوي په تړاو اقدام نه دی کړی.

طالبانو په تېرو دوو کلونو کې د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې د افغانستان د جمهوري حکومت په مهال له ګومارل شویو دیپلوماتانو سره د تماس هڅې کړي او هغوی ته یې ډاډ ورکړی چې له دندو به یې نه لیرې کوي خو اکثرو پخوانیو دیپلوماتانو له طالبانو سره له تعامله ډډه کړې ده.

د جولای په ۳۰مه، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه کې اعلان وکړ چې نور په بلجیم، سویس، اتریش، فرانسې، یونان، سویډن، بریتانیا، ناروې، کاناډا، اسټرالیا سفارتونه او د جرمني د بن او برلین په ښارونو کې د قونسلګرۍ خدمتونه په رسمیت نه پیژني او د هغو له لوري صادر شوي پاسپورټونه او وېزې او نور اسناد ورته د منلو نه دي.

طالبانو په اعلامیه کې څرګنده کړې چې د دغو ماموریتونو له خوا صادر شوی اسناد — چې د تضمین بانډونه، د غیر مسؤلیت لیکونه، تصدیقونه، د پاسپورټ صادرول، د پاسپورټ نوی کولو سټیکرونه، او د ویزې سټیکرونه پکې شامل دی — د ډلې لخوا د اعتبار وړ نه ګڼل کیږی. طالبانو فساد او له مرکزی ادارې سره د همغږۍ نشتوالی د خپلې پرېکړې د لاملونو په توګه یاد کړل.

خو په اروپا کې ځینې افغان ډیپلوماتیک ماموریتونه چې له طالبانو سره په تعامل کې دي، له دې پرېکړې معاف شوي دي. د طالبانو د اعلامیې له مخې، په معاف شویو ماموریتونو کې د جرمني په مونیخ کې د افغانستان جنرال قونسلګري او په هالنډ، هسپانیا، بلغاریا او چک جمهوریت کې د افغانستان سفارتونه شامل دي.

په دغو هیوادونو کې افغان دیبلوماتان وايي، په اروپا کې د مېشتو افغانانو چارې تر هغو نه شی حل کولی چې له کابل سره په تماس کې ونه اوسي. د دوی په وینا له تعلیمي اسنادو له تاییده رانیولې تر وکالت او نکاخ خط پورې ګڼې چارې د کابل له تایید سره تړاو لري نو مجبوره دي چې له کابل سره تماس وساتي څو خپلو خلکو ته خدمات وړاندې کړای شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب