ژباړه: رحمت شاه فراز
په کابل کې له يوه افغاني سره مخ شوم. ده خپل نوم محمد سرور وښوده. دی له ماسره هېڅ آشنا نه وو، ان زما نوم يې هم نه وو اورېدلی. له ده مې وپوښتل، چې افغانان د امير امان الله خان په هکله څه نظر لري؟ د ډېر حيرت ځای دا وو، چې د امان الله خان په باره کې د عام افغانانو نظر هم کټ مټ هماغه وو، چې پخپله زما نظر وو. يانې د امير الله خان په لاس په ۱۹۱۹ کې خپلواکي واخيستل شوه. د افغانستان خلک په ډېره درنه سترګه ورته ګوري. په افغانستان کې يې هېڅ څوک هم بد نه ګڼي. د افغانستان د رغونې په برخه کې يې ډېرې زياتې هلې ځلې وکړې.
د اکتوبر په څلرويشتمه د سهارنۍ په مېز کې راسره دوه تعليم يافته افغاني ناست وو. ما له هغوی د امير امان الله خان په باره کې پوښتنه وکړه. دواړو د هغه ډېره زياته ستاينه وکړه. نو ما ترې وپوښتل چې بيا د هغه د زوال سبب څه وو؟ هغوی وويل چې امير اروپا ته لاړ. هلته يې عصري تعليم وليده او د عصري زدکړو اهميت يې محسوس کړ. بېرته چې راستون شو، نو غوښتل يې چې افغانستان کې اصلاحات پلي کړي او عصري تعليم دلته هم دود کړي.
دوی وويل، چې د ملايانو قشر يې په خلاف راپورته شو. د افغاني علماوو لوی شمېر ورته کافر او بې دينه ويل. په امير امان الله خان کې دومره لوړ خويونه وو، چې شايد مخالفين به يې بيا هم نه وو بريالي شوي. خو د امير امان الله خان يوې اشتباه دوی ته دا فرصت په ګوتو ورکړ، او هغه د امير جلدبازي وه. هغه غوښتل چې نوي اصلاحات سملاسي په افغانستان کې پلي شي. مثلا امير په لومړنۍ پلا کې څو افغاني نجونې د نرسينګ په برخه کې د زدکړو لپاره اروپا ته واستولې. که يې دا ډول کار ورو په ورو کړی وای، نو هېڅ به هم نه کېدل، په دې چې عوام ترې ډېر خوښ وو. راشد صاحب راته وويل، چې مور مې امان الله خان ليدلی وو. هغې به ويل چې امان الله خان د ډېرو ښو اخلاقو انسان وو. په لاره کې به يې بې تکلفه له خلکو سره ليدل، پيسې او سوغاتونه به يې ورکول. له ټولو سره يې يو ډول چلن درلوده.
خو په دې وخت کې په افغاني کورنيو کې د پردې ډېر کلک دود وو. ده چې افغاني نجونې د نرسينګ د روزنې لپاره اروپا ته ولېږلې، نو «ملايانو» ته فرصت په لاس ورغی. هغوی د ده په ضد يو توپان را پورته کړ. په دې وخت کې هم دا د امان الله خان شرافت وو چې د خپلو مخالفينو د ځپلو لپاره يې د پوځ او پولیسو زور ونه کاراوه. ده نه غوښتل چې په خپل لاس د خپل قوم په خلاف جنګ و جګړه وکړي. نو ځکه يې په خپله خوښه هېواد پرېښود او ووت.
امير امان الله خان د کورنيو توکو د دودولو هڅې پيل کړې. ويې ويل چې د خپل هېواد ټوکر واغوندئ. که به يې کوم افغانی يا کوم افسر په خارجي جامو کې وليده، نو سمدستي به د هغه خواته ورغی، اول به يې د هغه ډېره ستاينه وکړه، بيا به يې له جېبه يوه کوچنۍ بياتي را وايسته او د کاليو يوه ټوټه به يې غوڅه کړو او وبه يې ويل، موږ ستاسې د جامو يوه نمونه اخلو، او په دې ډول به يې د هغه جامې ور خرابې کړې.
امان الله خان به د شپې تنها ګرځېده. دا چې د شپې په تنها ګرځېدو بنديز وو، نو يو ځل يوه عسکر پاچا ونيوه. خو امان الله خان د خفه کېدو په ځای د خپل مسووليت د پېژندو په خاطر انعام ورکړ. امان الله خان په خپل هېواد کې تعليم عام کړ. د ساينسي علومو لپاره يې ځينې زلميان لندن ته واستول. له دې افغاني زده کوونکو سره يې يو عالم هم د حکومت په لګښتونو ولېږه او په ټينګار سره يې لارښوونه ورته وکړه، چې کله ستاسې د ښوونځي عيسوي زده کوونکي کليسا ته لاړ شي، نو افغاني هلکان دې په دې وخت کې د قرآن کريم تلاوت کوي.
امير امان الله خان له ۱۹۱۹ نه تر ۱۹۲۹ پورې په افغانستان واکمني کوله. له هغه وروسته د ده په خلاف بغاوتونه وشول. تر دې چې هېواد پرېښودو او بهر وتلو ته مجبور شو. په همدې جلا وطني کې يې د اپريل په پنځويشتمه ۱۹۶۰ کې په زيوريک کې له دې نړۍ سترګې پټې کړې.
د امان الله خان په خلاف د بغاوت کوونکو اصلي تور پر امير دا وو، چې ګواکې دی د شريعت خلاف کارونه په هېواد کې دودوي. مثلا غوښتل يې چې افغان ښځې له کورونو راووځي او له پردې پرته له نارينه وو سره اوږه په اوږه کار وکړي.
خو همدا پټانان وو، چې تقريباً سل کاله وړاندې یې د سيد احمد شهيد بريلوي په برخه کې بالکل بېل روش غوره کړ. سيد صاحب د پښتنو په سيمه کې اسلامي امارت جوړ کړ او شرعي قرانين (د زکات او داسې نور قوانين) يې عملي کړل. خو پټانانو د دغه شرعي حکومت په ضد پاڅون وکړ. که د امير امان الله خان په ضد بغاوت ته د ديني حميت يا اسلامي جهاد نوم ورکړو، نو د سيد صاحب په ضد بغاوت ته به کوم نوم ورکول کېږي؟
د نړۍ د هیڅ هیواد د ” تاریخ ” تحلیل دومره ګاټه او ثقیل او دروند نه دی لکه د افغانستان د سلو وروستیو کلونو کلونو د تاریخ تحلیل. زموږ د سلو وروستیو کلونو تاریخ په حقیقت کی یو مزخرف * تاریخ دی.
* = سربیره طلائی خو دننه برنجی.
د امان الله خان د وولسی او وطنی مینی په اصالت کی هیڅ شک نه ؤ خو لویه ستونزه ئی دا وه چی:
د کُشتی د رینګ د فرش د رطوبت او لوندوالی د تشخیص قوه ئی کمزوره وه.
په بله ژبه:
امان الله خان د انګریز په وړاندی د ” غضب ” او ” نرمِش ” د پالیسی ځایونه سره بدل کړی وه.
په بله ژبه:
د امان الله خان جنګی تُره تېره وه خو د تدبیر تُره ئی پڅه وه. علت ئی دا ؤ چی:
امان الله خان د انګریز د اصلی ماهیت په هکله ژوره مطالعه نه درلوده.