ژباړه او تخليص: جلال جهاني
د برناد لویس په باور، اسلام د خپل تاریخ په لومړیو کې د مسیحت په نړۍ برلاسی و، خو د ۱۹ پېړۍ په پیل کې د اروپا د قدرت په زیاتېدو سره د اسلام قدرت مخ په کمېدو شو. مسلمانان د استعمار او د قلمرونو د پراخولو هدف وګرځېدل.
مسلمان زده کوونکو او علماوو د خپلو رقیبانو ظهور لیده او له ځانه به یې پوښتل چې کار له کومه خراب شو، ستونزه چیرې ده، موږ څه ونه وکړل چې له ځوړ سره مخامخ شو؟ رقیبانو څه وکړل چې مخ په بره شول؟ د لويس په قول، د دې سوالونو په ځواب کې دوه شیانو د فهرست سر ګاټه؛ انتخابي حکومت او اساسي قانون. په ۱۹ پېړۍ کې په څو غربي هېوادونو کې د خلکو له لوري د ټاکل شويو استازو مجلسونه جوړ شول، چې په دې سره دموکراسي کرار کرار په پښو ودرېده. ډېری مسلمانان دې پايلې ته ورسېدل، چې د ثروت او قدرت راز همدا دی او د همدې طریقې په عملي کولو کې دی. په دې اساس دوئ هيله مند شول چې د اساسي قانون جوړول او همدارنګه د خلکو له لوري د ټاکلو شويو استازو مجلسونه جوړول به په اسلام کې یو ځل بیا د تمدونونو ترمنځ تعادل برقرار کړي.
خو د لویس په باور، په دې فکر باندې عمل دومره ساده او اسانه نه و. د لویس په قول، لومړی مسلمان چې غرب ته تللی وو، ډېر هغه شیان چې ده ولیدل، خوښ یې نه کړل. تر ټولو پخوانی د انګلستان مفصل وصف د مسلمان مسافر میرزا ابوطالب له لوري چې د هند اوسېدونکی و، د ده په قلم لیکل شوی دی. ده په انګلستان کې د عوام مجلسونه په خپلو سترکو ليدلي وو او په دې اړه یې جالبې څرګندونې کړې دي. هغه ليکلي: د دولت د هیات غړي او مخالف استازي یو بل ته مخامخ کېني او یو بل سره خبرې اترې او مناظرې کوي. دا مناظرې ما ته د طوطیانو هغه ډلې رايادوي چې د هندوستان په ونو کې کېني او شورماشور جوړوي. کله چې ابوطالب د دې مجلس له هدف خبرېږي، سخت حیرانېږي او خپلو لوستونکو ته لیکي چې انګلستان الاهي قانون نه دی منلی؛ نو مجبور دي چې په دې تدبیر او د خپلو شخصي تجربو په اساس قضاوت وکړي او د خپلې زمانې د غوښتنو لپاره قانون جوړ کړي.
لويس ليکلی چې وروستني راپورونه له دې څخه مثبت وو. دی وايي چې په ۱۸۲۶ کال کې د مصري زده کوونکو لومړی ډله فرانسې ته لاړه، دوی ډېر څه زده او ولیدل. د دې زده کونکو له جملې یو شیوخ الازهر و چې د پاریس په باره کې يو په زړه پورې کتاب ولیکه.
په دې کتاب کې د ملي مجلس په اړه د مطبوعاتو د آزادۍ په اړه او همدارنګه د عدالت او ازادۍ په اړه څرګندونې شوې. په دې کتاب کې دی ليکي، چې کله فرانسویانو د ازادۍ په باره کې غږېږي، مقصد یې څه ناڅه د مسلمانو په نزد عدالت وي. په دې سره دی د اروپا سياسي فرهنګ او اسلام ترمنځ کلیدي توپیرونو ته رسېږي. د مسلمانو په نظر د ازادۍ کلمه د سیاسي مصطلحاتو په توګه له وارداتي ابداعاتو څخه وه، چې تاریخچه یې د فرانسي انقلاب او د ناپلیون مصر ته داخلېدو ته رسېږي. له دې مخکې د ازادۍ کلمه یوازې د ټولنیز او حقوقي مفهوم په توګه استعمالېده او هدف ترې د هغه کس حالت و چې غلام نه وي. لویس لیکي؛ د شیوخ الازهر له لیکلو داسې ښکاري چې د مسلمانو متفکرینو له نظره عدالت مطلوب کمال دی او یو داسې محکمه ډبره ده چې د ښه او بد حکومت توپیر ټاکي. لویس وايي چې د ۱۹ پېړۍ تر نیمايي مسلمان حاکمان څه ناڅه دې پایلې ته ورسېدل چې اساسي قانون د یو هېواد له زینتونو یو زینت دی؛ خو د ازادۍ مفهوم «د حکومتونو د قانون د تعویض، د ادارو په تشکیل، بدلون او تغییر کې د شریک کېدو د توان په معنا» همغسې بېګانه پاتې شوه. د ازادۍ فکر د پارلماني او په اساسي قانون باندې ولاړ حکومت ذاتي منطق دی، او تک سالاري حکومتونو لپاره سردرد دی. ځکه داسې نه شي کېدای چې دا فکر دې ومني او بیا دې هم په خپل ځای پاتې شي. په دې اساس مسألې دا صورت اختیار کړ چې ایا اساسي قانون، انتخابات او پارلمان د یو حکومت له زیب، ظواهرو او د موکراسی له قاعدو څخه دي که یوازې د خلکو لپاره د حکومت په چارو کې د اختیار وسیلې دي.
د اسلام په تاریخ کې لومړی جدي انتخابات په ۱۸۷۶ کال د عثماني اساسي قانون په اساس د پارلمان د جوړولو لپاره وشول. پارلمان د دې لپاره جوړېده چې د سلطان په کارو باندې د تاييد او تصویب مهر ووهي. خو ډېر ژر د مجلس استازو ازادي پیدا کړه، حتا تر دې چې درې وزیران یې مجلس ته را وغوښتل تر څو د خپلو تورونو سپیناوی وړاندې کړي. له دې یوه ورځ وروسته سلطان پارلمان منحل کړ او استازي په کور کېنول شول. وروسته له دې د اسلام په تاریخ کې پارلماني حکومت چندان ځلانده برخلیک نه درلوده.
لویس وايي؛ یو بل مشکل چې د ازادۍ د اصطلاح لپاره ګران تمام شو هغه د امپریالیسم میراث دی. په اسلامي نړۍ باندې د بهرنیو د حکومت په محال ازادي د دې په ځای چې د ټولنې په سیاسي قلمرو کې د فرد په موقعیت دلالت وکړي، د ملي ازادۍ معنا ور کوي. نن ورځ زیاتره اسلامي هیوادونه ملي ازادي لري او د نورو له سلطې خلاص دي خو له داخلي ازادۍ څخه بې برخې دي. ملي حاکمیت لري خو دموکراسي نه لري.
(موږ چې کله د آزادۍ کلمه واورو یا د ازادۍ خبره وکړو، نو مستقیم مو اشغال او د بل هېواد یرغل ذهن ته راشي. دا تصور د امپريالزم پیداور دی، د هغو بهرنیو یرغلونو پیداوار دی چې د تاریخ په اوږدو کې موږ ورسره لاس او ګرېوان و. ازادي د دې په ځای چې د ټولنې په سیاسي قلمرو کې د فرد په موقعیت دلالت وکړي، په ملي ازادۍ باندې دلالت کوي او د ملي ازادۍ معنا ور کوي. د برناد لویس په قول، نن ورځ زیاتر حکومتونه د بهرنیو له سلطې خلاص دي خو له داخلي آزادۍ څخه بې برخې دي، دا امر د دې سبب ګرځېدلی چې اکثره هېوادونه د مستبدو، توتالیتر او جبارو واکمنانو لاسونه ته ولوېږي.)