پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد ایران له سیستان او بلوچستان ولایته په ۴ میاشتو کې تر...

د ایران له سیستان او بلوچستان ولایته په ۴ میاشتو کې تر ۵۶ زره ډېر کډوال خپل هیواد ته استول شوي

تاند (دوشنبه، د اسد ۲۹ مه) د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت چارواکي وايي چې ټولټال ۵۶ زره ۳۵۶ بهرني اتباع د جنوب ختیځ ولایت سیستان او بلوچستان له لارې خپلو هیوادونو ته لېږل شوي دي.

د تهران ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، د سیستان او بلوچستان د ولایتي چارواکو په وینا، د ایران اسلامي جمهوریت د مارچ له ۲۰مې نېټې څخه د جولای تر ۲۱مې نېټې پورې د دغو کسانو په بیرته ستنولو کې مرسته کړې ده.

دا شمیره د تیر کال د ورته وخت پرتله ۲۳ سلنه زیاتوالی ښيي.

سربیره پر دې، هغه د بهرنیو اتباعو په نیولو کې د ۱۷ سلنه زیاتوالي یادونه وکړه  او ویې ویل چې د روان لمریز کال له پیل څخه ټولټال ۲۹،۹۰۲ تنه نیول شوي دي.

د تهران ټایمز ورځپاڼې پر اساس، ایراني چارواکو په ځلونو ویلي چې بهرني اتباع باید د رسمي او قانوني چاینلونو له لارې د دوی هیواد ته ورشي او خبرداری ورکوي چې هغه کسان چې دا کار نه کوي د خپل عمل له سختو پایلو سره به مخامخ شي.

د ۲۰۲۳ کال د جولای په وروستیو کې، د رضوی خراسان ولایت د سرحدي پولیسو قوماندان وویل چې د تایباد له پولې څخه ۷۵۶۳ ناقانونه افغان اتباع ایستل شوي دي.

ایران تر پاکستان هم ډیر افغان کډوال له خپلې خاورې باسي خو ایران ته د پاکستان پرتله ډېر افغانان په غیرقانوني لارو سفر کوي.

۱۹۸۰ لسیزه کې په افغانستان کې د شوروي ځواکونو پر ضد له جګړې وروسته ایران او پاکستان ته د افغانانو د مهاجرت لړۍ پیل شوه.

د تهران ټایمز پر اساس، په وروستیو کلونو کې، د افغان کډوالو په وړاندې د ایران چلند بدل شوی، په ځانګړې توګه په ۲۰۲۱ کې د طالبانو له بیا واک ته رسیدو وروسته، ځکه چې ایران فکر کوي چې نور اکثره افغانان په اقتصادي انګېزه پناه وروړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو لویه کمېشنري (یو اېن اېچ سی ار) اټکل کوي چې شاوخوا درې میلیونه افغان کډوال په ایران کې اوسي.

په ایران کې دېره افغان کډوال له هغو ټولو امکاناتو بې برخې دي چې په نړۍ کې کډوالو ته ورکول کېږي او کابو ټول په خپل زیار او هڅو ځان او خپلو ماشومانو ته ډوډۍ برابروي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب