جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد قضا او څارنوالۍ برخه کې له دندو نه موندلو د افغان...

د قضا او څارنوالۍ برخه کې له دندو نه موندلو د افغان ځوانانو شکایت

تاند( دوشنبه، د اسد ۲۹ مه) د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته یو شمېر افغان ځوانان شکایت لري، چې تر هر څه زیات د قضا او څارنوالۍ برخو کې ورته د دندو موندل ستونزمن شوي.

د شمشاد په نوم خصوصي تلویزون له کابله په یوه راپور کې د خوست د شېخ زاید پوهنتون په اړه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې د تېر کال تر نیمایي فارغان یې د قضا او څارنوالۍ د برخو اړوند وو، خو دوی ته د دندو چانس نشته.

د طالبانو رژیم د لوی څارنوالۍ ارګان د افغانستان له تشکیلاتو لغوه کړی او پر ځای یې د ملا هبت الله اخوند زاده د اوامرو د تطبیق د څارنې په نوم یوه اداره جوړه کړې.

د قضا او څارنوالۍ د برخو فارغان وایي چې د دغې ادارې مدغمولو د دوی مسلک او دندې بې ارزښته کړي.

یو شمېر نور فارغان بیا دې ته په کتو سره، چې طالبانو تر هرې برخې زیات په قضایي او عدلي برخه کې د مسلکي کادرونو پر ځای خپل ملایان ګومارلي، د دوی پر وړاندې له ننګونو او هم په افغانستان کې قضایي او عدلي وضعیت څخه شکایت کړی.

طالب چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

1 COMMENT

  1. نو قضا خو د لوطي مدرسو د چړیانو میراثي ده که په هر وزارت کې ملیان کینوي انجینران او مسلکي خلک سړي سوډر طالب. بس داد جهاد برکت ده د هغو جاهلانو سي سوډر طالب ته نره تکبیر نارې وهلې. ډوډۍ یې ورکولې په تیره بیا یو شمیر جاهلو پښتنو حتی د پوهي خاوندانو.☹️ ملا هیڅکله پښتون کیدای نسي . کلیوالي متل ده ( لڼډی د غویمو سي چا یوړ د هغو) ملا خنزی هم داسي خیټه یې ورمړه کړه بس ته جنتي یې. 😡

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب