جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهبهرنیو هېوادونو ته د کندهار د ۱۲ زره ټنه وچې مېوې صادریدل

بهرنیو هېوادونو ته د کندهار د ۱۲ زره ټنه وچې مېوې صادریدل

تاند( دوشنبه، د اسد ۲۹ مه)د کندهار د صنعت او سوداګرۍ ادارې مسوولینو ویلي چې په تېرو ۴ میاشتو کې یې بهرنیو هېوادونو ته ۱۲ زره ټنه وچه مېوه صادره کړې ده.

د یاد شوي ولایت د صنعت او سوداګرۍ ادارې مطبوعاتي مسؤل نور الله نوري  باختر اژانس ته ویلي چې د روان کال په تېرو څلورو مياشتو کې بهرنيو هېوادونو ته له دغه ولایت څخه ۱۲ زره ټنه وچه مېوه صادره شوې, چې زياته برخه يې کشمش او زیره ده.

نوري زیاته کړې چې د دغه ولایت د وچې مېوې ډېره برخه هند ته صادرېږي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د دغو صادراتو د ارزښت او نورو جزیاتو په اړه څه نه دي ویلي.

طالب چارواکي هم وخت پر وخت له افغانستانه د بهرنیو صادراتو د زیاتیدو خبره کوي، خو یو شمېر منتقدان یې دا ډول څرګندونې د باور وړ نه بولي او تور لګوي، چې طالب چارواکي هم د جمهوري نظام د یو شمېر چارواکو په شان په دې اړه ناسم معلومات خپروي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب