“خبر شوې! دين مامد (محمد) دوی خو خپله خور ورکړه!”
“هغه چې له ګلاب خان سره يې په شرط کې وبايلله؟”
“هو نو! هغه ته يې ورکړه “
……
“وه سړيه! هغه ګل پري يې هم ورکړه. ما نه درته ويل چې شيرګل ته به يې ورڅخه وغواړو، ګوره داسې ښه نجلۍ مو له لاسه ووته.”
“چې څنګه یې یو ناڅاپه ورکړه؟”
ياااره، يو خو ته له خپلوانو هيڅ احوال نه لرې!
خبره یې داسې وه چې په ټلیپون کې يې د همصنفيانو شمېري وې. پلار يې ويل چې مخ يې ور تور نه کړي، نو د پوهنتون وروستی کال يې ورباندې پرېښود او وريې کړه.”
…..
“ ګل اغا! په مکۍ خبر شوې؟”
“کومه؟ هغه ستا ملګري ،چې تا به يې شپه ورځ د حسن قصيدې ويلې؟”
“هو! هغه يې دينو چرسي ته ورکړه!”
“نو دا څنګه! ولي؟”
“بس چې له رود (خوړ ) يې اوبه راوړلي نو هغه بدبخته ورته لار نېولي وه او څه خبري یې ورته کړي وي، ټول کلی ورپسي غږېدو، نو آخر یې پلار د خلکو د خبرو څخه او له دې ډاره چې بد نامه نه شي هماغه دینو چرسي ته ورکړه، هغه ورځ مې ولیدله نمایې نه ده پاته، تيره ورځ یې د مرګ دارو هم خوړلي وو.”
……
“مياګل اغا خبر شوې؟”
په څه باندې ملنګه!”
” د شيرداد اکا د کور مخته د شيريندل اکا زوی ټکان وکړل.”
“ښه ااا ! د هغه خو دې کور سپېره شي، ډېر بد سړی ده. شيرداد ته ووايه چې مخکې تر دې چې د خلکو خولې خلاصي شي، هسې دي هغه لور ورکړه. که يې لور سمه وايي نو په پرده کې به ګرځيده. ځوانانو ته به يې دا موقع نه ورکوله چې د کور مخکې يې ټک وکړي.”
……
“د جنت ګل دوی د قتل مسئله به څنګه شي؟”
“ولي هغه فيصله خو وشوه.”
“ښه څنګه فیصله یې وکړه ؟”
“يوه یې خور او بله یې لور پکې ورکړله، او روغه يې سره وکړه!”
……..
زموږ پښتنه ټولنه هغه بدبخته ټولنه ده، چې د غیرت او پښتونولۍ په نوم ټول هغه کارونه کوي چې نه يې کوم ريښتینې انسان او نه يې زموږ مذهب منلی او قبلولی شي، خصوصاً د نجونو پر وړاندې اوسنی هغه بد ذهنیت چې لا د جاهلیت له زمانې بدتر او وحشتناک ده.
زیاتره به فکر کوي چې پورته لنډې د کرکې کيسو به افغانې ټولنه پرېښې وي او دروغ به وي خو دا یو تریخ واقعیت ده. که موږ لږ هم اطرافو ته لاړ شو نو د غیرت تر نوم لاندې د جهالت تور څادر هماغه رقم خور ده، او ټولي ښځي یې ددې بدمرغه غیرت ښکار دي خو هیڅ نه شي کولای.
دا خو بیخې کفر او د نجونو په مرګ تمامېږي چې خپل انتخاب اشارتاً وښایي، او چې واده شي نو د محبت په نامه به په ټول عمر کې څه نه وینې او ټول عمر به یې په جنجالونو کې تیر شي .
زموږ ټولنه اوس هم داسې ښځې لري چې د سخرګنۍ له ظلمونو يې نور له ژونده زړه تور ده او د ځان وژني لار خپلوي، خو د اسلام ورکړل شوی حق، “طلاق” يا خلع غوښتنه نه شي ترې کولاي. ولي؟! ځکه چې د ښځې لپاره د طلاق غوښتنه زموږ په ټولنه کې تر ټولو لوي پيغور ده. د هغې ژوند دي تباه شي، راتلونکی نسل دې له مشکلاتو سره مخ شي خو، طلاق دې نه غواړي! ځکه چې خلک به څه وايي!!!
د ورور د قتل په بدل کې د ډیرو خویندو ارمانونه د خاورو لاندې شول، خویندو ته د خوښیو لاسته راوړل زموږ په ټولنه کې یو ناروا عمل ښکاري.
په بدو کې ورکړل شوي خور که د پلار کور ته کلونه پس هم راځي نو تګ یې بیرته په سرو سترګو او ژړا سره وي او پیغور یې ان بچیانو او لمسیانو ته پاتې وي.
او…
که مو کور ته یوه ښځه راننوتله بیا که کونډه هم شي د وتلو حق نه لري، یا به وړوکې ليور ته (که هر څنګه د انسانیت له مقامه لويدلئ وي) انتظار کوي، یا به وړو بچیانو ته سر سپېنوي، د ژوند ټولې هیلې یې خاورو ته وسپارل شي.
خو الحمدلله…. ثم الحمدلله
موږ داسې نارينه هم لرو چې د لوڼو، خويندو، ميندو او يا د ميرمن په معمولي خفګان کې یې خوراک لا له ستوني کښته نه تیريږي، سترګې یې د دوئ په خفګان ورسره اوښلنې شي. د ژوند او تعلیم ټولو ضروري اخراجاتو پوره کولو لپاره له خپل صحت بې پروا شپه ورځ په مزدورۍ او کارونو بوخت وي .
داسې سړي کم دي.. خو خير شته خو!
راځئ چې نن ژمنه وکړو !
د زمانې له وحشته ډک رسم او رواج، خپل بې ځايه غيرت او پښتونولي ختمولو لپاره له خپلو کورونو شروع وکړو.
د خپلو خويندو ، ميندو، لوڼو او ميرمن د زړه حال د يوه سخت پښتون نه! بلکې د يوه ښه مسلمان او انسان په توګه واورو او د هغوئ د مشکلات د حل لپاره لټون شروع کړو.