تېره ورځ مې په ټولنيزو رسنيو کې د خوست ولايت په اړه يو مستند فلم کتلو چې د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۴ کالونو په منځ کې يې د خوست انځور وړاندې کولو، ډېر حيران کړم.
ما دا خبره له مورخينو اورېدلي چې د ځينو هېوادونو او يا ځينو سيمو يا ځينو فرهنګونو يا تمدونونو طلايي عصر، نو چې کله مې دا مستند کتلو په هماغه شېبه را ته دا خبره په ذهن کې وګرځېده چې دا د خوست ولايت لپاره طلايي دوران و، ځکه کله چې د طالبانو پخوانی حکومت نسکورېدو، زه د ښوونځي په لومړنيو ټولګيو کې وم، د جمهوريت په راتلو سره لېسې دورې ته لاړم او بيا فارغ شوم او پوهنتون ته مې لار پيدا کړه.
کله چې جمهوريت حاکم شو نو په خوست ولايت کې د غرونو او سرسيمو پر سر قومي شخړو او بديو زور واخيستو، داسې کلی به نه وي چې دوی د خپلو سرسيمو د ساتلو لپاره وسله وال اربکي نه درلودل، هر وخت به په خپلو کې سره په جنګ وو او ځوانان به په کې قرباني کېدل، خو د ۲۰۰۹ کال په لومړيو کې کله چې خوست ولايت ته عبدالجبار نعيمي د والي په صفت راغلو نو لومړی کار يې د قومونو ترمنځ د شخړو د هواري څخه راپيل کړ، ځکه دې کار په خوست کې د هرې انکشافي پروژې مخه نيولې وه او حکومت نه شول کولی چې حتا يو لښتی هم جوړ کړي.
موږ د پوهنتون محصلين وو، د عبدالجبار نعيمي د معرفۍ غونډه مې له تلويزون څخه کتله چې ده وويل زه په ودانيو کار نه کوم، زه د خلکو په ذهنونو کار کوم، کله چې ذهنونه جوړ شي، ودانۍ خپله جوړيږي.
زه هغه وخت د دې خبرې په معنا سم نه پوهېدم، خو ښاغلي نعيمي همداسې وکړل، د خلکو سره يې خبرې شروع کړې، خلک يې راټول کړل او لويې لويې غونډې يې جوړې کړې ترڅو د خلکو ترمنځ هغه نفرت او لرې والی چې دوی يې احساسوي هغه ختم شي.
ښه مې په ياد دي کله چې د کريکټ ملي لوبډله په برياليو لاسونو هېواد ته راستنه شوه، نو عبدالجبار نعيمي ورته په خوست ولايت کې يوه لويه ولسي غونډه جوړه کړه او ټول لوبغاړي يې ورته راوبلل، د خوست په لارو او سړکونو دومره خلک راټول شوي وو، چې زه يې فکر نه شم کولی چې دا به له کومې راغلي وي. لوی جشن يې ورته جوړ کړ، خلکو اتڼونه کول او خوشالۍ يې کولې، د ملي لوبډلې لوبغاړو هم خلکو ته مينه ورکړه او داسې خاطرې يې ثبت کړې چې ښايي بيا په تاريخ کې تکرار نه شي.
همدا ډول هر کال به د کال له پايه د نوي کال لپاره د ښوونې او روزنې لپاره د ماشومانو د جذب کمپانونه پيل شول، دومره به يې خلک تشويق کړل چې حتا بوډاګانو به هم ويل چې موږ دې په ښوونځي کې داخل شو.
په پسرلي کې به د رزغون خوست په نوم د نيالګيو کېنولو مېله جوړه شوه، هر کال به خلکو په لکونو نيالګي کېنول، همدا لامل و، چې ډېرو مرستندويه موسسو په خوست ولايت کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې کار پيل کړ، خلکو ته يې متراکېم باغونه جوړ کړل او په غرنيو زيتونو کې يې اصلاح شوي زخې کېنولې.
خوست به د هرې ورځې په تېرېدو د يوه نوي پرمختګ کوربتوب کولو، او ورو ورو په خلکو کې هم تغير راغلو. هغو خلکو چې پخوا به يې په شاړو صحراګانو يو بل سره وژل، په دې وخت کې به دواړه غاړې په ګډه راتلې او په هغو ځايونو کې به يې د ټولګټو پروژو د پيل غوښتنې کولې او نعيمي به هم په ډېر اخلاص د دوی غوښتنې له مرکزي ادارې سره شريکولې او د خپل اثر او روسوخ څخه په استفادې به يې په اړونده وزيرانو فشارونه راوړل ترڅو په خوست ولايت کې د خپل سکتور سره سمې پروژې پلي کړي.
اداري کمپلکس چې د خوست ښار څخه تقريبا شپږ کيلومتره لرې دی، مامورينو به په ډېر شوق او مينه خپلو دندو ته تلل او هر چا به کوښښ کولو چې د خلکو کار تمام کړي او بيا کور ته لاړ شي.
اوس چې زه د هغه وخت په اړه فکر کوم، داسې انګيرم لکه خوب مې چې ليدلی وي، په همدې وجه ورته وايم چې دا د خوست ولايت طلايي دوران و.