پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد کابل- جلال اباد او کابل غزني د سړکونو پر دوهمو لاینونو...

د کابل- جلال اباد او کابل غزني د سړکونو پر دوهمو لاینونو کار پیل شو

تاند (دوشنبه، د اسد ۲۹ مه) د طالبانو د ټولګټو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې وویل چې دا وزارت د کابل- غزني او کابل – جلال اباد د سړکونو د پاتې برخو د بیاجوړولو چارې پیل کړي دي.

دغه وزارت په خپله خبرپاڼه کې ویلي« لکه څنګه چې څرګنده ده د کابل – غزني او کابل – جلال آباد پر لویو لارو د وسایطو د ډېرې ګڼې ګوڼې له امله خلک له ترافیکي ستونزو سره مخ دي. په همدې اساس د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه د حکم پر بنسټ او د ټولګټو وزارت له پلان سره سم؛ د کابل – غزني دویم لین سړک او د کابل –جلال آباد دویم لین سړک د پاتې برخو (د کابل له خاک جبار ولسوالۍ څخه د ننګرهار تر میملې باغ سیمې پورې) د اساسي رغونې کار د دغه وزارت له خوا د ټولپلازا په بدل کې پیلېږي.»

دغه وزارت نه دي ویلي چې د دغو لارو د جوړېدو چارې به کله بشپړې شي.

طالبانو له دوهم ځلي واک ته رسیدو وروسته وویل چې د کابل – کندهار لویه لار به ترمیم کړي خو پر دې لار د طالبانو د حکومت له لوري پیل شوی کار ډېر سوکه دی.

همداراز د کابل- جلال اباد دوهم سړک چې د جمهوري حکومت په مهال یې ډېره برخه بشپړه شوې وه، لا هم نیمګړی پاته دی.

د کابل جلال اباد او کابل – کندهار په لارو تر ټولو ډېرې ترافیکي پېښې کېږي او عموماً یې علت د لارې خرابوالی بلل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب