پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد نورستان د وانت وایکل په دره کې د ولسوالۍ د مرکز...

د نورستان د وانت وایکل په دره کې د ولسوالۍ د مرکز د انتخاب پر سر اعتراض دوام لري

تاند (دوشنبه، د اسد ۲۹ مه) د نورستان ولایت په وانت وایګل دره کې د نوې منظور شوې ولسوالۍ د مرکز د ټاکلو پر سر پیل شوی اعتراض لا هم دوام لري.

نن د دوی د اعتراض څلورمه ورځ ده.

اعتراض کوونکي وايي، له کابل څخه ورغلي پلاوي د یادې ولسوالۍ لپاره د وایګل مرکزي کلی د مرکز په توګه ټاکلی خو دوی ته د منلو نه دی او تر هغه به اعتراضونو او د لارو بندیدو ته دوام ورکړي چې غوښتنې ته یې مثبت ځواب نه وي ویل شوی.

دوی ادعا کوي چې له کابله راغلي پلاوي انډیوالي پاللې او د انډیوالۍ پر اساس یې د ولسوالۍ لپاره مرکز ټاکلی دی.

خو هغوی چې د ولسوالۍ د مرکز په توګه د مرکزي کلي د ټاکلو ملاتړ کوي، د مقابل لوري تور ردوي چې ګنې د انډیوالۍ پر اساس دا ځای د ولسوالۍ د مرکز لپاره غوره شوی دی.

ویل کېږي چې اوس یوه کمېټه ګومارل شوې چې له دواړو خواوو سره خبرې وکړي، اعتراض پای ته ورسوي او لاره پرانیزي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب