پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهپه باجوړ کې ۳ پاکستاني پوځیان ووژل شول

په باجوړ کې ۳ پاکستاني پوځیان ووژل شول

تاند (سې شنبه، د اسد ۳۰ مه) د پاکستان د پوځ د رسنیو څانګې د دوشنبې په ورځ وویل چې درې سرتېری یې هغه مهال ووژل شول چې امنیتی ځواکونو د خیبر پښتونخوا په باجوړ ولسوالۍ کې د افغانستان له خاورې د وسله والو د ورتګ د مخنیوي هڅه کوله.

د پاکستان د پوځ مطبوعاني دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي: «د اګست د اتلسمې او نولسمې ترمنځ په شپه، د خوارجو (ټي ټي پي) یوې ډلې هڅه کوله د پاکستان – افغانستان پولې ته ننوځي، په باجوړ ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو له خوا یې مخه ونیول شوه. په دې نښته کې درې پوځیان او ۵ حمله کوونکي ووژل شول.»

تر دې یوه ورځ وړاندې (د یکشنبې په ورځ) دوه پاکستاني پوځیان هغه مهال ووژل شول او ۳ نور ژوبل شول چې د خیبرپښتونخوا د ډیره اسماعیل خان په کلاچۍ سیمه کې پرې برید وشو.

ځايي سرچینې وايي چې نامعلومو وسله والو د کلاچۍ او منډهي ترمنځ په لاره کې پر پوځیانو ډزې وکړې چې په پایله کې یې دوه تنه ځای پر ځای ووژل شول او درې نور له ټپي کېدو وروسته روغتون ته یووړل شول.

د کلاچۍ پولیس وايي چې دا برید د ټي ټي پي د ګنډاپور ډلې کړی دی خو دې ډلې یا په مجموع کې ټي ټي پی تراوسه څه نه دي ویلي.

ډیره اسماعیل خان او وزیرستانونه په ځانګړي ډول ډېرې نارامې سیمې دي او پر پاکستاني پوځیانو ډېرې حملې کېږي.

تر دې وړاندې د تېرې پنجشنبې په ورځ (د روان اکست په ۱۳ مه) په جنوبي وزیرستان کې د پاکستان له پوځ سره د ټي ټي پي د جنګیالیو په نښته کې څلور پوځیان ووژل شول.

د خيبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد پوليسو ادارې په خپل تازه راپور کې ويلي چې په دغه ایالت کې د روان ۲۰۲۴ کال د اګست تر مياشتې پورې په وسلوالو بريدونو کې ۷۶ پوليس وژل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب